ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې اونۍ ولسمشر کرزى له المان سره ستراتيژيک سند لاسليکوي

11 May 2012 - 16:57
11 May 2012 - 16:57

کابل (پژواک ٢٢غويى٩١) :ټاکل شوې،چې  ولسمشر حامدکرزى راتلونکې اونۍ المان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره د اوږد مهالو اړيکو ستراتيژيک سند لاسليک  کړي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د غويي په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ټاکل شوې د شيکاګو له کنفرانس څخه مخکې ولسمشر حامدکرزى المان ته ولاړ شي .

هغه المان ته د ولسمشر کرزي د سفر کره نېټه په ګوته نه کړه، خو د المان د صدر اعظمې انګولا ميرکل وياند نن په برلن کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان ولسمشر به شيکاګو ته په لاره د غبرګولي په ٢٧مه ( د مى په ١٦مه) دغه هېواد ته سفر وکړي .

د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي زياته کړه چې په المان کې  به ولسمشر د ياد هېواد له لومړۍ وزيرې سره د دوه اړخيزه همکاريو اوږد مهاله ستراتيژيک سند لاسليک کړي .

د هغه په وينا، له المان سره د ستراتيژيک سند خبره د بن د کنفرانس په څنډه کې برلين ښارته د ولسمشر کرزي د سفرپه جريان کې د المان د هغه مهال له ولسمشر او اوسنۍ لومړۍ وزيرې (انګلاميرکل ) سره د ملاقات په جريان کې موافقه په دې وشوه ، چې دواړه هېوادونه  دې يو سند سره امضا کړي.

دده په خبره،چې  له هغه وروسته دواړو خواوو پر ياد سند کار پيل کړ ، چې افغانستان اوس دغه سند د لاسليک لپاره چمتو کړى   او کار يې نهايي شوى دى .

فيضي زياته کړه چې په دغه سند کې  په بېلابېلو ساحاتو کې د همکارۍ ساحې شتون لري ، چې په ډاګه کول يې له وخت څخه مخکې وبلل .

د نوموړي په وينا،چې دبن په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې افغانستان  ته د اوږد مهاله همکاريو او مرستو ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه ، چې افغانستان به يواځې نه پريږدي ،چې ددغو تړونونو لاسليک کول يې افغانستان ته د ژمن پاتې کېدو څرګندوي کوي .

دافغانستان لپاره د بن دويم کنفرانس د ١٣٩٠ لمريز کال د  ليندۍ په څوارلسمه نېټه د جرمني په بن ښار کې جوړه شو.

د فيضي په خبره ، چې ولسمشر حامدکرزى به د شيکاګو له کنفرانس څخه مخکې اروپا ته د سفر پرمهال له المان سره ياد سند لاسليک کړي .  

د رايټر خبري اژانس دراپور له مخې د جرمني د صدر اعظمې ( چانسلر) وياند سټيفن سيبيرټ نن د غويي په ٢٢مه، په برلن کې يوې خبري غونډې ته وويل چې ولسمشر کرزي به د جرمني له صدر اعظمه انګيلا مورکل سره د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه خبرې وکړي.

د صدر اعظمې وياند ويلي چې ولسمشر کرزى او مورکل به د شيکاګو د غونډې په اړه چې ټاکل شوې ، د غبرګولي په ٣١مه، جوړه شي، خبرې وکړي او د افغانستان او جرمني ترمنځ د ګډو اړيکو  تړون هم لاسليک  کړي.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره سرتېري لري چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او تر اوسه يې ٥٣ سرتېري وژل شوي دي.

ديادونې ده چې افغانستان تر دې دمخه له پنځو هېوادونو سره دستراتيژيکو اړيکو سندونه لاسليک کړي دي.

په دې هېوادونو کې هندوستان، ايـټاليا، فرانسه، بريتانيا او د امريکا متحده ايالات شامل دي، المان به ددې لړۍ شپـږ هېواد وي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version