ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف په برکي برک کې درې کسان وژلي دي

12 Nov 2012 - 18:18
12 Nov 2012 - 18:18

پل علم (پژواک ٢٢ لړم ٩١): يو شمېر خلک او د ولايتي شورا غړي وايي، چې د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال غلام يحيى احمدزي د لړم په ٢٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپيښين شاوخوا يوه بجه د بره کي برک ولسوالۍ د شاتي کلا په سيمه کې درې تنکي ځوانان هغه مهال د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول، چې په خپله کرونده کې بوخت وو.

د هغه په وينا، د وژل شوو ځوانانو عمرونه له ١٦ کلنۍ ښکته دي او مړي يې د سيمې يو شمېر سپين ږيرو د ولايتي شورا دفتر ته راوړي وو.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د وژل شوو مړي د ولايت مقام ته يووړل او له نښو يې ښکاريده، چې وژل شوي ترهګر نه، بلکې عام خلک وو.

د سيمې اوسيدونکي حاجي حبيب الرحمان پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ځوانان  د خپلو ګازرو په کرونده کې بوخت وو، چې ناڅاپه پرې بې پېلوټه الوتکې توغندى وتوغاوه.

د ده په خبره، وژل شوو ځوانانو له ترهګرو سره تړاو نه درلود او خپلې کروندې يې سمبالولې.

خو د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له ځايه په دغه ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر مرکز توغندي توغول شوي وو.

د هغه په وينا، ښايي وژل شوي ځوانان ملکي وګړي نه وي او همدا دوى توغندي توغولي وي، خو په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر ددې پېښې په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه ، چې که هلته څه پېښه شوې وي، دوى يې په اړه پلټنې کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version