ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بټي کوټ خلک: ځينې چارواکي په ناقانونه ډول د دولتي فارمونو ونې وهي

13 Nov 2012 - 12:10
13 Nov 2012 - 12:10

جلال اباد (پژواک ٢٣ لړم ٩١): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې د دولتي باغونو ونې د دولت د ځينو چارواکو له خوا په نا قانونه ډول وهل کېږي.

بټي کوټ د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې په کې د مېوه لرونکو او په ځانګړې توګه د نارنج، مالټو او سېتروس اړوند نور باغونه او فارمونه شته.

بادام ګل، چې د بټي کوټ په بازار کې هټۍ لري وايي، چې همدا د فارمونو او باغونو ساتونکي ونې وهي او خرڅوي يې.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا ساتونکي د ونو د وهلو پر مهال پيره داري کوي، ونې نور خلک وهي او بيا يې په موټرو کې لېږدوي.))

بادام ګل ادعا وکړه، چې څه موده وړاندې د بټي کوټ امنيه قوماندان هم څلور موټره لرګي له درېيم فارم څخه ولېږدول.

د درېيم فارم يو بل اوسېدونکى ثاقب الله هم ورته شکايت لري او وايي، چې فارمونه ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي.

نوموړى وايي: ((نوې ونې او بوټي نه کرل کېږي او زړې يې په خپله ساتونکي او مسوولين خرڅوي، له دوى څخه خو طالبان ښه وو، هغوى اعلان کړى ، چې که څوک مو په ونو وهلو ونيوه بې مرګه يې نه پرېږدو، اوس يې په خپله قوماندانان وهي.))

ثاقب الله زياتوي، چې د باغونو ونې په برېښنايي ارو پرې کېږي.

د بټي کوټ د حافظ کوډۍ په بازار کې د خان په نامه يوتن لرګي پلورونکى، چې جنراتوري اره هم لري، وايي چې دى څو ځلې له ځينو چارواکو سره درېيم فارم ته د ونو وهلو په موخه تللى دى.

هغه زياته کړه: ((زه خو مزدور سړى يم، څوک چې پيسې راکوي، له هغوى سره ځم اوکوم قوماندانان چې ونې وهي، هغوى امر لري.))

نوموړى زياتوي، کوم څوک چې دغه کار کوي هغوى د اړوند رياست له خوا د وچو ونو د وهلو امر هم له ځان سره لري.

د درېيم فارم د پوستې قوماندان امان الله پژواک ته وويل، چې دوى هېڅکله پر خپل سر چا ته د ونو وهلو اجازه نه ده ورکړې.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د کانال رييس چا ته اجازه ورکړي، بيا موږ هم ورته اجازه ورکوو او پر خپل سر مو هېچا ته اجازه نه ده ورکړې، چې ونې ووهي.))

د امان په وينا، که له درېيم فارم نه د بټي کوټ امنيه قوماندان لرګي وړي وي، نو له ځانه سره يې امر لرلى او که بل څوک يې وړي، هم امر له ځانه سره لري.

بلخوا د بټي کوټ امنيه قوماندا محب الله مومند بيا دا ادعا ردوي او زياتوي، چې ده هېڅکله له درېيم فارم څخه لرګي نه دي وړي.

د نوموړى په وينا، ښايي د بټي کوټ د امنيه قوماندانۍ کوم بل صاحب منصب له درېيم فارم څخه لرګي وړي وي.

د بټي کوټ ولسوال مرزا حميدالله هم دغه ستونزه مني.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((له دولتي چارواکو خبر نه يم، چې دوى لرګي وړي او يا په نا قانونه ډول چا ته لرګي ورکوي.))

د ننګرهار د کانال رياست د محافظ ټولي قوماندان سمونيار هدايت پژواک ته وويل، چې تر اوسه له دې ډول شکايتونو نه دى خبر شوى.

هغه زياتوي، چې د کانال محافظ ټولى په خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه کوي، چې د کانال له هر بوټي نه ساتنه وکړي.

دى وايي: ((که چېرې موږ په دغه تور څوک ونيو، چې يو بوټى يې په نا قانونه ډول وهلى وي، هغه که زما کارمند وي او که بل هر څوک، قانوني چلند به ورسره وکړو.))

نوموړى زياتوي، چې په دې اړه به څېړنه وکړي او د هوارۍ يوه لاره به ورته ولټول شي.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک اژانس ته دا ستونزه مني خو وايي، چې رياست هېڅکله چا ته د بيت المال د ونو د وهلو امر نه دى ورکړى.

هغه زياته کړه: ((دا چې هلته امنيتي چارواکي په کوم ناقانونه کار ونيسو، نو بيا دوى داسې تورونه لګوي، چې ګواکې رياست خلکو ته د ونو وهلو امر ورکوي، موږ هېڅ چا ته امر نه دى ورکړى، همدوى په نا قانونه ډول ونې وهي.))

نوموړي وويل، محافظ ټولي خپله دنده په پوره صداقت سرته نه ده رسولې او يا هم په خپل کار کې ناغېړي کوي.

انجنير راحل وايي، يو شمېر کسان په محافظ ټولي کې شته، چې ونې وهي او بيا يې پلوري.

د يادونې ده، چې د ننګرهار کانال رياست ټول ټال دوه نيم زره هکټاره تعميري او زراعتي ځمکه لري، چې شاوخوا ٩٠٠ تنه په کې په کار بوخت دي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version