ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: طالبان په ژمي کې د ننګرهار نا امن کولو هڅه کوي

3 Jan 2021 - 16:31
3 Jan 2021 - 16:31

جلال اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې اقتصادي جګړې د دې ولسوالۍ امنيت خراب کړى، خو د ننګرهار والي وايي چې امنيتي ځواکونه ویښ دي، طالبان به کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري.

بټي کوټ چې د جلال اباد ښار ختيځ لور ته د تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، پخوا يې امنيت ډېر خراب و، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې یې د سيمې اوسېدونکو په مرسته امنيت ښه شوى و.

خو د تېرې جمعې په ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د دویم فارم سيمه کې وسله والو طالبانو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښته وشوه چې په کې دواړو لورو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې وکړې.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پرون وويل چې هلته دوه ځلې هوايي بريدونه وشول چې له امله يې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

امرخېل نن د مرغومي په ١٤مه له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو له پيلېدلو سره سمه د طالبانو هڅه دا ده چې ځينې سيمې نا امنه کړي، څو دا وښيي چې هلته کنټرول لري.

هغه زياته کړه، په ژمي کې د ځينو سيمو هوا سړېږي، بيا طالبان هڅه کوي څو ننګرهار ولايت نا امنه کړي، خو امنيتي ځواکونه ویښ دي، طالبان به کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري.

امرخېل وايي، بټي کوت يو وخت د داعش سيمه وه، خو اوس هلته امنيت دى، فارمونه دي، باغونه دي شنې سيمې دي، اوس د پنجشنبې او جمعې ورځو کې زرګونه خلک چکر ته ورځي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې هلته ځينې طالبان پيدا شوي چې د سيمې ځينې څېرې هم ورسره مرسته کوي.

د ننګرهار والي وايي، طالبان هڅه کوي د کوچيانو او ځايي خلکو ترمنځ نفاق واچوي، خو دواړه متوجه دي، حکومت له ځايي خلکو سره کوچيانو مشرانو سره په تماس کې دي، دواړه ډلې د نظام کلک طرفدار دي.

امرخېل زياته کړه، پرون هم هلته عمليات شوي، هوايي قواوو پرون څو ځلې هوايي بريدونه وکړل، د مخالفينو وسلې جسدونه پاتې وو، جسدونه نن د سپين ږيرو په واسطه د هغوى کورنيو ته وسپارل.

ده زياته کړه: ((د ننګرهار او په ځانګړې توګه بټي کوت خلکو ته ډاډ ورکوم، حکومت متوجه دى، هلته به نور هېڅ مشکل نه پيدا کېږي.))

د هغه په وينا، استخباراتي کشفي ارګانونه هم متوجه دي کار کوي، ولايتي اداره هم له کوچيانو او قومي مشرانو د سيمې اوسېدونکو سره په تماس کې ده.

والي وايي، کوچيانو پرون د نظام په ملاتړ اعلاميه ورکړې وه، د بټي کوت د خلکو په ملاتړ يې وروستۍ پېښې غندلې وې.

بلخوا د بټي کوټ ولسوالۍ خلک وايي، ځايي غاصب کوچيان د طالبانو په نامه د خپلو شخصي ګټو په خاطر د دغې ولسوالۍ د نا امنه کولو پلان لري خو وايي، دوی له د خپلو سرونو په بدله دا ولسوالۍ امن وساتي.

د سيمې يو شمېر اوسېدونکو د يادې نښتې او هلته د پيدا کېدونکې ناامنۍ په غبرګون پرون لاريون کړی و او د څوساعتونو لپاره يې د جلال اباد – تورخم لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د ننګرهار مرستيال ببرک مياخېل چې دغې ولسوالۍ ته ورغلی و، هلته يې له خبريالانو سره خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پاڅونوالو په ګډون د ټولو ځواکونو په همغږي کېدو به هلته د شته ناامنۍ او هر ډول غصب مخنیوی وکړي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا او ځايي خلک وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ ستراتيژيک موقعيت او هلته د کانال د فارمونو موجوديت د دې لامل شوی چې طالبان غواړي دا ساحه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د جلال اباد – تورخم لويه لاره نا امنه او له فارمونو عوايد راټول کړي.

د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري پژواک اژانس ته وويل، بټي کوټ ولسوالۍ په داسې ځای کې پرته ده چې د لسو ولسواليو او د تورخم ښارګوټي د خلکو تګ راتګ سربېره پرې پاکستان ته تلونکي مسافرين او د پاکستان سره شته سوداګري هم له همدې لارې کېږي.

هغه وايي، څو کاله وړاندې هم بټي کوټ له وسله والو طالبانو سره وه چې هر کال يې ميليونه افغانۍ عوايد ترې اخېستل او اوس بيا غواړي چې همدغه عوايدو ته لار پيدا کړي.

ځايي خلک وايي، جګړه دغلته مېشت کوچيان چې دوی يې د بټي کوټ د ځينو ځمکو غاصبين بولي کوي چې په خبره يې د طالب په نامه جګړه کوي.

قومي مشر احسان الله خان وکيل وايي، دغلته نا امني درې لاملونه لري او ټول يوازې شخصي ګټې دي؛ خو د بټي کوټ ولس د سر په بدله اجازه نه ورکوي چې دا ولسوالۍ بيا نا امنه شي.

هغه زياته کړه: ((بټي کوټ باندې لس ولسوالۍ او د تورخم جلال اباد لويه لار پرته ده، د کانال ۵۰ زره جريبه ځمکه هم همدې ولسوالۍ کې ده، ځايي کوچيان چې غاصبين دي ځمکې يې غصب کړي دوی له طالبانو سره لاس يو کړی او غواړي بيا دا ولسوالۍ نا امنه کړي او له فارمونو ګټه واخلي. پخوا دا ټول فارمونه له دوی سره و ميليونه افغانۍ عوايد يې لرل او طالبانو يې هم ملاتړ کولو.))

د دې ولسوالۍ يو مدني فعال صفت الله نصرت هم وايي، چې ځايي کوچيانو د طالب په نوم جګړه پيل کړې او غواړي لکه د پخوا په څېر بيا دا ساحې په خپل کنټرول کې راولي او ګټه ترې واخلي.

دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکې او مدني فعاله ليلو افغان هم ورته څرګندونې کوي او وايي، له تېرو څلورو کلونو راهېسې د ولس په همکارۍ او قربانۍ ولسوالۍ امن وه خو بيا يې د نا امنه کېدو هڅې کېږي چې ولس به ترې د سر په بدلته دفاع وکړي.

هغې وويل: ((دښمن دا کله ليدلی شي چې د بټي کوټ پيغلې تعليمونه وکړي، ځوانان يې کار وکړي، خلک چکر ته راشي، موږ دا ستونزه ولسوال سره هم شريکه کړې، ولايت سره هم او وکيلانو سره هم که حل نه شوه، موږ به لاريونونه هم کوو او لکه د پرون په څېر به بيا هم لاره تړو تر څو چې ولسوالۍ بېرته امن نه شي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد نظر هم ولري خو له بيا ځلي اړيکو وروسته هم بریالی نه شو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version