جلال اباد (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په يوه هوايي بريد کې له بنده تازه ازاد شوي د وسله والو طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، هوايي بريد د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه ترسره شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې د سرګروپ عمر په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، وژل شوی سرګروپ څه موده وړاندې د سولې هوکړې له مخې د حکومت له لوري له بنده ازاد کړای شوی و خو بيا يې د جګړې ډګر ته مخه کړې وه.
دى وايي، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې د سولې په موخه ازاد شوي طالبان د جګړې ډګر ته تللي چې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوي.
خو وسله وال طالبان بيا وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر مهال وژل کېدونکي کسان طالبان نه، ملکي وګړي دي او هوايي بريدونه هم بهرني ځواکونه کوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک په ننګرهار کې د دوی د بريدونو او عملياتو اوازې غلطې دي او دوی د هېڅ بريد نيت نه لري.
هغه په يو غږيز پيغام کې ويلي چې د ژمي پر مهال دوی د کوم بريد لپاره په ننګرهار کې تابيا نه لري او نيوکه کوي چې پر دوی شوي هوايي بريدونه بهرنيو ځواکونو کړي چې د شوي تفاهم ليک خلاف عمل دی.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې څلور پوليس او يو ملکي وګړی ټپيان کړل.
د ننګرهار ولايت رسنيو له دفتره د مرغومي په ۱۵مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سبزي مارکېټ ته نږدې د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر موټر چاودنه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي چې ټول سيمه ييز پوليس دي.
خو د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل، د چاودنې له ځايه دوی ته پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، په ټپيانو کې څلور نظاميان او يو ملکي ريکشا چلوونکی دی او د ټولو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د سيمې يو اوسېدونکی ګلستان وايي، چاودنه د سړک منځ کې د ځای پرځای شوي ماين له امله شوې او ماين د پلچک لپاره د مات شوي سړک ځای کې ايښودل شوی و.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن