ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ولايت پر مقام د بريد مخه نيول شوې

14 Nov 2012 - 15:12
14 Nov 2012 - 15:12

کندهار (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د کندهار د ملي امنيت رييس وايي، چې د ولايت پر مقام يې د يوه وسله وال بريد هڅه شنډه کړې ده.

د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد دغه څرګندونې نن (د لړم ٢٤مه) په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د کندهار والي، پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، جنرال عبدالحميد حميد، د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال تفسير خان خوګياڼي، د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي او په سوېل کې د بهرنيو ځواکونو د ګډې قومندانۍ استازو برخه لرله.

ډګروال عيسى محمد وويل، د وسلوالو مخالفينو هغه لس کسيزه وسلواله ډله يې نيولې، چې د ملي اردو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې يې پر ولايت مقام د وسله وال بريد پلان درلود.

هغه زياته کړه، دغه وسلوال د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند ساحه کې پټ شوي وو، چې له پوليسو سره په ګډه پرې عمليات وشول او لس واړه ونيول شول.

په دغو عملياتو کې لسګونه کړۍ ماينونه، په موټرسايکل او موټربمونو کې کارېدونکي مواد، تومانچې، کلاشينکوفونه، پيکا، لاسي بمونه او د ملي اردو شپږ جوړې دريشۍ شاملې دي.

دى وايي، له نيولو شوو کسانو يې د لومړيو پوښتنو پر مهال معلومه کړې، چې دغو کسانو پر ولايت مقام د خونړي بريد هوډ درلود.

د کندهار والي توريالي ويسا په دې غونډه کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او ويې ويل، چې د پر له پسې هڅو او زيار په پايله کې د کندهار ښار او ولسواليو امنيت ښه شوى دى.

هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو له ښو او چټکو فعاليتونو سره د خلکو خوښي هم زياته شوې او له حکومت سره يې واټن د پخوا په پرتله کم شوى دى.

والي پر بهرنيو ځواکونو داخلي بريدونو ته په اشارې سره سپارښتنه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دې د مخالفينو د نفوذ او له يونيفورم څخه د ناسمې ګټې مخنيوى دې وشي.

ويسا د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې هم د جدي کار غوښتنه وکړه او پر امنيتي ځواکونو يې ټينګار وکړ، چې خلک دې د کوکنارو کرلو ته نه پرېږدي.

غونډې ته په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد هم د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په روانه اونۍ کې يې د کندهار په شمالي او غربي ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ٧ وسلوال مخالفين وژلي او ١٧ نور يې ژوندي نيولي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شوو کې ٤ ځانمرګي، ٤ ګروپي قوماندانان او ٣ د ځانمرګو بريدونو طراحان شامل دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په دې اونۍ کې په پنجوايي ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي هم د ملي اردو د سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د ولايت پر مقام د بريد په اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version