ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله د جنرال رازق په وژلو کې د ناټو لاس لرل رد کړل

22 Oct 2018 - 14:57
22 Oct 2018 - 14:57

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د کندهار ولايت مقام په بريد او د مخکني امنيه قوماندان جنرال رازق په وژلو کې د ناټو ځواکونو لاس درلود.

دغه بريد چې د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې د والي د يوه ساتونکي له خوا وشو، په ترڅ کې يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رييس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار ملي راډیو ټلوېزیون کامره مين سلیم انګار ووژل شول.

دغه راز په دغه بريد کې د کندهار والي زلمی ويسا، د قول اردو قوماندان او د پوليسو د ٤٠٤ زون قوماندان، د يوه جنرال په ګډون درېيو امريکايانو سره ټپيان شول.

له يادې پېښې وروسته په ځينو رسنيو کې داسې راپورونه او کيسې خپاره شول چې ګواکې هلته په غونډه کې د جنرال رازق او د ناټو د قوماندان جنرال مېلر ترمنځ لفظي شخړه شوې او وروسته وسله وال نښته رامنځته شوې وه.

خو د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې يادې اوازې او راپورونه رد کړل.

هغه زياته کړه چې دا ډول اوازې د افغانستان د خلکو د دښمنانو او په سيمه کې د هغوى د ملاتړو له خوا خپرېږي.

عبدالله ويلي، هغه خلک دغو شايعاتو ته ډېر ارزښت ورکوي او بيا بيا يې خپروي چې په افغانستان کې خپلو جنايتونو ته توجيه لټوي.

نوموړى زياته کړې: ((د طالبانو جنايتونو ته توجيه ورکول، د افغانستان له خلکو سره د دښمنۍ په معنا ده.))

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version