ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خبرو کې د پرمختګ لپاره د سولې شورا د پلاوي سفر یو ورځ وغځېد

14 Nov 2012 - 20:35
14 Nov 2012 - 20:35

اسلام اباد ( پژواک ٢٤ لړم ۹۱ ) : دا فغانستان دسولې د عالي شورا پاکستاني چارواکیو سره په خبرو کې پرمختګ شوی او دغه سفر دیوې ورځې لپاره غځیدلی دي.

د  صلاح الدین رباني په مشرۍ د سولې دعالي شورا ۱۵ کسیز پلاوی د لړم په ۲۲مه، اسلام اباد ته رسیدلی و او ټاکل شوی و، چې نن بیرته کابل ته ستون شي.

خو په اسلام اباد کې یوې دیپلوماتیکي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دلړم په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سفر دیوې ورځې لپاره غځیدلی دي.

سرچینې زیاته کړه چې د سولې دعالي شورا پلاوی به سبا هم له پاکستانیو چارواکیو سره خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکوي.

یوې بلې سرچینې وویل چې د سولې دعالي شورا له پاکستانیو چارواکیو سره د بندي افغان طالبانو د خوشې کولو په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.

پرون رایټرز اژانس خبر ورکړی و، چې په دې خبرو اترو کې د ۱۲۰ وسلوالو طالبانو د خوشې کولو په اړه خبرې شوې او د پاکستان حکومت اماده ګي ښودلې چې یو شمیر طالبان خوشي کړی.

بلخوا ځینې ناتایید شوي راپورونه وایي چې دسولې شورا پلاوی به سبا ته ځینو طالب بندیانو سره لیدنې کوي او ویل کیږي چې  پاکستان یو شمیر بندیان د ښه نیت په موخه خوشې کړي هم دي.

ویل کیږي چې په خوشې کیدونکو بندیانو کې د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ د مهال د عدلیې وزیر ملا ترابي او د استخباراتو دوه افسران شامل دي.

ملا ترابي چې د اروزګان ولایت اوسیدونکی ، دواکمنۍ تر ړنګیدو وروسته پاکستان ته ولاړ او په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د پاکستانیو ځواکونو په کراچۍ ښار کې ونیول شو او تر اوسه بندي و.

د سیاسي چارو کارپوهه محمد حسن حقیار د پاکستان لخوا د بندي طالبانو خوشې کول یو ښه اقدام بولي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې دې کار سره به دسولې  پر پروسې ښه اغیزه وشي.

دسولې دعالي شورا پلاوي تر اوسه د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري ، د پوځ مشر جنرال کیاني ، له لومړي وزیر راجا نادر پرویز او د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر سره هم لیدلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version