ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګډه اعلاميه : پاکستان يو شمېر طالب بنديان خوشې کوي

ګډه اعلاميه : پاکستان يو شمېر طالب بنديان خوشې کوي

author avatar
15 Nov 2012 - 09:38
ګډه اعلاميه : پاکستان يو شمېر طالب بنديان خوشې کوي
author avatar
15 Nov 2012 - 09:38

اسلام اباد ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : له پاکستان سره دسولې د عالي شورا د پلاوي  له خبرو اترو وروسته په يوه خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې پاکستان به يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ددې ليدنو پر مهال پاکستاني لوري د سولې د عالي شورا پلاوي ته د هغو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل، چې پاکستان دافغان سولې او پخلاينې په برخه کې يې ترسره کوي .

دغه راز اعلاميه زياتوي ، چې دسولې شورا پلاوي ته په دې برخه کې د پاکستان د مهم رول په اړه معلومات ورکړل شوي او زياته شوې، چې پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې دواړو لوريو له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کړې، چې دافغانانو په مشرۍ پيل شوې د سولې په پروسه کې برخه واخلي، څو په افغانستان کې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي .

سرچينې زياته کړې ، چې دافغانستان دسولې د عالي شورا په غوښتنه پاکستان يو شمېر طالبان بنديان خوشې کوي.

همدارنګه په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د موضوع اړونده هېوادونه  پاکستان، افغانستان او د امريکا متحده ايالات دې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او دسولې پروسې د پرمختګ لپاره دې وسلوالو طالبانو ته خوندي لاره برابره کړي.

د اعلاميه د معلوماتو په اساس، چې پاکستان او افغانستان به له خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې د هغو طالبانو او نورو  وسلوالو ډلو اړونده کسانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه لرې کړي، څو هغوى وکړاى شي د سولې په پروسه کې برخه واخلي.

په دغه اعلاميه کې پاکستان او د سولې عالي شورا پر وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو غږ کړى، چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

سرچينه زياتوي ، چې دواړو خواوو دافغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوامداره او نږدې اړيکو ټينګار کړى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي ، ځکه چې د باور فضا د سيمې پر امنيت او ثبات ښه اغېزه کوي.

دواړو خواوو د اوږود مهاله همکاريو او دوه اړخيزو همکاريو د زياتولو غوښتنه هم کړې ده.

په اعلاميه کې زياته شوې،دواړو خواوو ټينګار وکړ، چې پر يوه بل د تورونو پورې کولو پر ځاى دې د خبرو اترو له لارې شخړې هوارې کړي ، دغه راز د دواړو هېوادونو له مسوولينو او وياندويانو څخه غوښتنه شوې، چې له سختو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي او د تورونو پورې کولو لوبې ته دې د پاى ټکى کېږدي.

سرچينه ليکي، چې د سولې عالي شورا پلاوي او دپاکستان چارواکيو د ګډې پولې پر بريدونو هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې ددې ستونزې د هواري لپاره دې يو ګټور ګډ ميکانېزم جوړ شي ، ترڅو دا ستونزه په بشپړه توګه له منځه يوسي .

په اعلاميه کې ويل شوي ، چې په دې برخه کې بايد ددواړو هېوادونو ملي پوځ په ګډه او له نږدې کار وکړي.

د سولې پروسې د پرمختګ او ددې لپاره ديوه اغېزمن مېکانېزم جوړولو په موخه پرېکړه شوې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او دافغانستان دسولې دعالي شورا ترمنځ دې په راتلونکي کې هم دا ډول اړيکې ونيول شي.

د صلاح الدين رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا ١٥ کسيز پلاوى د لړم په ٢٢مه، اسلام اباد ته رسېدلى و.

دغه پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت سره د تفصيلي خبرو اترو  ترڅنګ ، ددغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا نادر پروېز، د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني  او د جمعيت علماء اسلام مذهبي ډلې له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليدلي دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.