ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني شنونکي د اسماعيل خان له خوا د وسلو وېش د قانون خلاف بولي

14 Nov 2012 - 16:18
14 Nov 2012 - 16:18

کابل ښار (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د اوبو او انرژۍ د وزير له خوا په هرات کې د وسلو وېش د اساسي قانون خلاف او يو جرمي عمل دى.

په دې وروستيو کې د اوبو او انرژۍ وزير اسماعيل خان په هرات او لوېديځه حوزه کې د مجاهدينو د شورا د جوړولو اعلان وکړ.

هغه د دې شورا د جوړولو ترڅنګ وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، مجاهدين به امنيت ساتي.

تر دغه اعلان وروسته د هرات د ولايت مقام وويل، چې اسماعيل خان په ناقانونه توګه د وسلو وېش پيل کړى دى، که څه هم د اوبو او انرژۍ وزير دا ادعا رد کړه، خو درې ورځې مخکې د هرات ولايت زرګونو خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې يو ځل بيا پر محمداسماعيل تور پورې کړ، چې د وسلو وېش يې پيل کړى او په دې سره غواړي ځان واک ته ورسوي.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د اوبو او انرژۍ د وزير له خوا په هرات کې د وسلو وېشل د اساسي قانون خلاف او يو جرمي عمل دى.

دوى دغه څرګندونې په يوه ګردي مېز کې په دې اړه د يوه بحث پر مهال کړې دي.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، سبا نشراتي موسسه او کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه يې تېر کال د کب په ٢٢ مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

په دغه بحث کې د علومو اکاډمۍ غړى او د سياسي چارو کارپوه سيداکبر جان پولاد د اوبو او انرژۍ د وزير له خوا د وسلو وېش غير قانوني او د اساسي قانون خلاف يو جرمي عمل وباله.

هغه زياته کړه، دا د دولت مسووليت او دنده ده، چې د دې ډول ناقانونه وسلوالو ډلو او ګروپونو مخنيوى وکړي.

دى وايي، چې اسماعيل خان په دغه کار سره د جرم مرتکب شوى دى.

نوموړي د محمداسماعيل دا ادعا ردوي چې ګواکې تر ٢٠١٤ کال وروسته چې ناټو له افغانستان څه وځي، نو مجاهدين به امنيت ټينګوي.

پولاد زياتوي: ((کله چې نظام او واک د دوى (مجاهدينو) په لاس کې و، چېرې يې امنيت ټينګ کړى و؟ هغه مهال ملوک الطوايفي وه، د چور او چپاول او ورور وژنې بازار ګرم و.))

د هغه په وينا، اوس په هېواد کې يو قانوني نظام واکمن دى، خلک په خوشحالۍ کې ژوند تېروي او ځانونه هم په نسبي توګه خوندي ګڼي.

نوموړي وويل، دوى په نامشروع توګه يو ځل بيا غواړي د مجاهدينو له کلمې په ناوړه ګټې اخيستنې سره ځان واک ته ورسوي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانى استازى او د سياسي چارو کارپوه ببرک شينوارى هم وايي، چې دوى ازمېيل شوي او بيا نه ازمېيل کېږي.

هغه زياته کړه، دوى په خپله په هرات او لوېديځ زون کې غوغا جوړه کړې، چې ګوندې په هېواد کې کورنۍ جګړه پيليږي او په همدې موخه يې د وسلو پر وېش پيل کړى دى.

شينوارى وايي، چې خلک اوس د دوى په غلوونکو شعارونو نه غوليږي او د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه کوي.

د هغه په وينا، جهاد يوه مقدسه کلمه ده، خو د اسماعيل خان په څېر ځيني خلک ترې ناوړه ګټه پورته کوي.

سيداکبر جان پولاد په ياد بحث کې دا هم وويل، که چېرې محمد اسماعيل په ريښتيني توګه غواړي د خلکو خدمت وکړي، نو د وزارت پر ځاى يې بايد امنيتي دندې اجرا کړې واى.

هغه له ولسمشر کرزي او د هرات له والي وغوښتل، چې د خپلو مسووليتونو په درک کولو سره د دغه کار مخه ونيسي.

خو شينوارى وايي، چې ولسمشر حامد کرزى په خپله د جهادي ګوندونو او تنظيمونو په حلقه کې راګير دى او ټولې مشورې له هغوى سره کوي.

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version