ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسماعيل خان هرات کې د وسلو وېش رد کړ

اسماعيل خان هرات کې د وسلو وېش رد کړ

author avatar
10 Nov 2012 - 18:35
اسماعيل خان هرات کې د وسلو وېش رد کړ
author avatar
10 Nov 2012 - 18:35

کابل ښار (پژواک٢٠ لړم ٩١): د اوبو او انرژۍ وزير، په هرات کې د مجاهدينو شورا له خوا د وسلو وېشل رد کړل او ويې ويل چې خبرې يې ناسمې تعبير شوي دي.

يوه اونۍ وړاندې د اوبو او برېښنا وزير او پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعيل خان  په هرات کې د “مجاهدينو يوې غونډې”  ته ويلي وو، چې له افغانستان څخه د دفاع لپاره د مجاهدينو شورا جوړوي..

نوموړي ويلي وو، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدينو له همکارۍ پرته په هېواد کې امنيت نه شي راتلاى.

محمد اسماعيل خان نن (د لړم ٢٠ مه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د هرات د چارواکيو هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړې چې د مجاهدينو شورا په هرات کې د وسلو فورمې وېشلې دي.

ده وويل رسنيو ته ښودل شوې فورمې جعلي دي او له دولت څخه يې وغوښتل چې دغه موضوع په جدي ډول تعقيب کړي.

اسماعيل خان د وسلو ويشل د مجاهدينو پروړاندې توطيه وبلله او ويې ويل که يو ميل وسله وېشل شوې وه، د افغان ملت پر وړاندې محاکمې او د سختې سزا منلو ته تيار دى.

اسماعيل خان وويل، چې د هرات په ناسته کې يې له مجاهدينو وغوښتل، تر څو په ٢٠١٤ کال کې د مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو د احتمالي ضعف د تشې ډکولو ته تيار شي او پرېنږدي، چې رامنځ ته شوى نظام نسکور شي.

هغه وويل: “دا د خلکو د وسلوال کولو په معنا نه ده، دا د بغاوت په معنا نه ده، دا له داسې نظام څخه د ملاتړ په معنا ده، چې زموږ د ٣٠  کلونو د جهاد لاسته راوړنه ده. ٣٠ کاله مو مبارزه وکړه، تر څو مو دا نظام جوړ کړ او نه پرېږدو چې نسکور شي، تر څو چې ژوندي يو له دې نظام څخه دفاع کوو.”

ده زياته کړه کله چې بهرني ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې له هېواده وځي او امنيتي ځواکونه د مخالفينو د مهارولو کې پاتې راځي نو “مجاهدين خپله اردو يواځې نه پرېږي او له خپلې خاورې دفاع کوي.”

د اسماعيل خان د مجاهدينو د شورا د جوړلو خبرې په هېواد کې د يو شمېر سياسي ګوندونو او د ملي شورا د غړو مخالفتونه رامنځ ته کړل او ويې ويل، چې د مجاهدينو د شورا جوړول به هېواد يو ځل بيا د کورنۍ جګړې او بحران لور ته بوځي.

دى وايي، په دې خواشينى دى، چې خبرې يې ناسمې تعبير شوي، چې ګواکې غواړي خلک وسلوال کړي او مجاهدين د جګړې لور ته کاږي.

د اوبو او انرژۍ وزير زياته کړه، چې د خلکو د وسلوال کيدو خبره يې نه ده کړې او نه يې هم خلک د نظام پر وړاندې پورته کېدو ته هڅولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزير وايي چې، د هرات په غونډه کې يې له خلکو غوښتي وو، چې د دولت ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، له دې امله چې په هرات ولايت کې ناامني ډېره شوې، نو له خلکو يې غوښتي وو، چې په خپلو سيمو او ولسواليو کې د دولت د مخالفينو د نفوذ مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې په هرات او لويديځو ولايتونو کې د ناامنيو له امله د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځ ته شوى او خلک له ٢٠١٤ کال وروسته د امنيت په اړه اندېښمن دي.

اسماعيل خان وايي، دا چې مجاهدين د همدې ملت په وينو د وزارت څوکۍ ته رسېدلي، نو دنده لري چې دامنيت په اړه د خلکو اندېښنې لرې کړي او د هغوى د عزت ساتنه وکړي.

نوموړي دغه راز له دولت څخه وغوښتل، چې د وسلوالو طالبانو پر ضد د وسلوالو پاڅونونو ملاتړ کوي، نو بايد د مجاهدينو شورا ملاتړ هم وکړي.

ده وويل، په هرات کې امنيت خراب شوى، چې په ځانګړې توګه يې د دې ولايت والي په خپلو کارونو کې په پاتې راتلو تورن کړ.

د ده په خبره، په هرات کې د خلکو تښتونه او وژنې ډېرې شوې دي او څه موده وړاندې دوکاندارانو او سوداګرو له همدې امله کاري اعتصاب هم وکړ.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.