ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان د ايشيافاونډېشن سروې نا سمه او فرمايشي بولي

14 Nov 2012 - 15:33
14 Nov 2012 - 15:33

کابل ښار (پژواک ٢٤ لړم ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د ايشيا فاونډېشن له خوا د راتلونکي په اړه د افغانانو د هيله مندۍ د سروې پايلې کره نه دي او په فرمايشي ډول ترسره شوې ده.

د ايشيا فاونډېشن له خوا د ٢٠١٢ زېـږديز کال په ترسره شوې سروې کې راغلي، چې د راتلونکي په اړه د افغانانو هيله مندي زياته شوې او ٥٢ سلنه افغانان خپلې راتلونکې ته هيله من دي.

د ايشيا فاونډېشن له خوا دغه سروې د ٢٠١٢ زېږديز کال د جون په مياشت کې ترسره شوې او نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خپره شوه.

دغه سروې (نظرپوښتنه) د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې له ٦٢٩٠ کسانو سره د مخامخ مرکو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سروې فرمايشي او نمايشي وه او له حقيقت څخه لرې ده.

د هغه په وينا، بهرنيان اوس غواړي، چې د خپل شخصيت ساتلو په موخه نړۍ ته وښيي، چې دوى په افغانستان کې يو ښه او د خپلو خلکو د خوښې وړ حکومت جوړ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې افغانۍ ورځ تر بلې مخ په ځوړ ده، خلک خپل جايدادونه پلوري او بهر ته وځي او هر څوک خپلې شمتنۍ بهر ته لېږدوي او په ټولو خلکو کې وېره خپره ده.

حقيار وويل: ((د ايشيا فاونډېشن مرکزي دفتر په امريکا کې دى او د امريکا حکومت يې مالي ملاتړ کوي او د هغوى په فرمايش هر څه ترسره کوي.))

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم وايي، په دومره کچه، چې په ياده سروې کې ښودل شوې دي، افغانان خپلې راتلونکې ته هيله من نه دي.

د هغه په وينا، د سروې ترسره کول ډېره پېچلې پروسه ده او که له دقت څخه په کې کار وانه خيستل شي، ښايي پايلې يې نا سمې وي.

نوموړي زياته کړه: ((که يو سروې کوونکى سهار وخته پر يو سړک له څو تنو پوښتنه کوي، نو دا به يو ډول وي او که له لسو بجو وروسته په هماغه ځاى کې له يو څو تنو پوښتنه وکړي، د هغې پايله به بل ډول وي؛ ځکه سهار وخته به په هغه ځاى کې مامورين وي او ناوخته به اوزګار خلک.))

د مژده په خبره، په کليو او بانډو کې په اوس حالاتو کې د سروې کول ناشونې ده او دا به هم يواځې په ښارونو کې ترسره شوې وي او له همدې امله کره سروې نه شو ورته ويلاى.

بل سياسي شنونکي ببرک شينواري هم پژواک اژانس ته وويل، چې افغانان په وېره کې دي، د جايدادونو نرخونه لوېدلي دي او ګڼ شمېر خلک راتلونکي ته هيله من نه دي.

د ده په خبره، په کابل ښار کې د جايدادونو او کورونو پېر او پلور په ټپه درېدلى او له ولايتونو څخه، چې کوم خلک راځي، يواځې کرايي کورونه نيسي او د اخيستو بازار سوړ دى.

هغه زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې پوځي تړون هم لاسليک کېږي او د سولې د پروسې هڅې هم ګړندۍ شوې دي، چې ښايي په داسې وخت کې د يادې سروې د پايلو اعلان هم سياسي اړخ ولري.

خو د سياسي چارو بل کارپوه استاد حبيب الله رفېع بيا وايي، چې سروې تر يو بريده کره او سمه ده؛ ځکه هغه افغانان، چې بهر ته د وتلو لار نه لري، هغوى خپلې راتلونکې ته هيله من دي او غواړي هر څه ښه شي.

د هغه په وينا، هغه خلک چې بهر ته د وتو لار لري، نو هغوى په وېره کې ځان احساسوي او ځانونو ته د وتو پلمه لټوي.

ايشيا فاونډېشن په اسيا کې ١٧ سيمه ييز دفترونه لري، مرکزي دفتر يې د امريکا په سانفرانسيسکو ايالت او يو يې په واشنګټن کې دى.

دغه اداره په سيمه ييزه او ملکي کچه د چارو پالنه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version