کابل (پژواک، ٢ لېندۍ ٩١): “په ولسي پاڅونونوکې دې هڅه وشي، چې د امکان تر بریده له وسلې څخه کار وا نه خیستل شي، بلکې ظالمان دې دې ته اړکړای شي ، چې له وینو تویولو پرته سیمه پریږدي.”
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې ولسمشر حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره نن د لېندۍ په دويمه په ارګ کې وکړې.
په دغه ليدنه کې ولسمشر کرزي د ظلم پرخلاف دریدل د افغانانو خاصه وبلله او ويې ویل، چې د ظلم او زور زیاتي پر وړاندې درېدل او په خپله سیمه کې د سوله يیز ژوند لپاره د شرایطو برابرول د هر انسان حق دی.
هغه په ډاګه کړه، چې د اندړو خلکو هم د خپل دغه روا حق د ترلاسه کولو لپاره پر ولسي پاڅون لاس پورې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ خلکو د وسلوالو طالبانو پر خلاف پاڅون وکړ، چې له امله يې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
وروسته دغسې پاڅونونه په يو شمېر نورو ولايتونو لکه ، ننګرهار ، کونړ، فارياب، جوزجان ، لوګر او … کې هم شوي دي.
ولسمشر کرزي سره په کتنه کې شریف الله او مولوي رحمت الله د اندړو د قومي مشرانو په استازیتوب خبرې وکړې او ويې ویل: لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان هم د پردیو ظلمونو ته غاړه نه ده ایښې، اوس هم هېڅ افغان د پردیو زور زیاتی او ظلم نه شي منلی.
دوی د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف ولسي پاڅون ته په اشارې سره وويل : (( طالبانو د دغې ولسوالۍ غښتلي مشران او مخور شهیدان کړل، ښوونځي یې وتړل، د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي یې وګواښل، خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ او پر هغوی یې دژوند کړۍ راتنګ کړه، له دې امله د اندړو خلک دې ته اړ شول، چې د طالبانو پر وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړي.))
دوی څرګنده کړه،چې د طالبانو پر وړاندې د اندړو د خلکو پاڅون یو ولسي پاڅون دی، په دې کې بل هیڅوک نه لاس لري او نه هم چا د طالبانو په ځپلو کې ورسره مرسته کړې ده، یواځې د اندړو خلکو پر خپل مټ طالبان له خپلې سیمې څخه شړلي دي.
د اندړو مشرانو د هيواد د نورو سیمو په اوسیدونکو هم غږ وکړ ، چې د زور زياتي پر وړاندې راپاڅیږي او هغه کسان چې د دوی آرام او سوله يیز ژوند له منځه وړي، له خپلو سیمو څخه وشړي.
خو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې ددوى پر خلاف خلک نه، بلکې د دولت پلويان او اربکيان، چې ورته دولت او بهرني ځواکونه وسلې ورکوي، درېدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن