ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وزيرانو د راتلونکي کال د پروژو په اړه مشرانو جرګې ته معلومات ورکړل

25 Nov 2012 - 17:03
25 Nov 2012 - 17:03

کابل(پژواک ٥لېندۍ٩١):د اوبو د زيرمو او کابل د حلقوي سړک جوړول، د ځنګلونو احياء، د سالنګونو د لارې بيارغونه اود ملي پيوستو ن د پروګرام پراختياد اړوندو وزارتونو د راتلونکي کال له پروژو څخه دي.  

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د معلوماتو له مخې،د راتلونکي مالي کال لپاره شاوخوا ١٧٠ ميليارده افغانۍ  پراختيايي بوديجه او ١٩٦ميليارده افغانۍ عادي بوديجه په پام کې نيول شوې ده .

د سرچينې د څرګندونو له مخې،  په پراختيايي بوديجه کې د کرنۍ ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت لپاره ١٤٨ مېليون ډالره ، د کليو اوپراختيا وزارت لپاره ٤٧١ مېليون  ډالره او د فوايد عامې وزارت لپاره ٤٩٧ مېليون ډالره په پام کې نيول شوي دي  .

حکومت د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه د لړم په ١٦مه مشرانو جرګې ته وړاندې کړې ده .

نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې  ددې طرحې له مخې، د کرنۍ ، مالدارۍ او اوبولګولو له  وزير محمد آصف رحيمي ، د کليو پراختيا له وزير ويس احمد برمک او د فوايد عامې  له وزير نجيب الله اوژن څخه ددې وزارتونو د راتلونکي کال د پروژو په اړه معلومات وغوښتل.

 محمد اصف رحيمي وويل ، چې  دغه وزارت  د لومړي ځل لپاره د اوبو د زېرمو لپاره د راتلونکي کال په پراختيايي بوديجه کې  لس ميليون امريکايي  ډالره ( ٥٢٠ ميليونه افغانۍ)  لري.

هغه په دې اړه زياتوي  : ” دا ښه خبر دى ، خو دا پيسې کافي نه دي ،ځکه چې د افغانستان ټولو ولايتونو او ولسواليو ته نه رسيږي .”

دى وايي، چې د اوبو د زېرمه کولو يو کوچنى بند لږ تر لږه يو ميليون امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.

او د سړو خونو  د جوړلو لپاره اته ميليونه ډالر( ٤٦١ ميليونه افغانۍ ) په پام کې نيول شوي دي  .

ده وويل په پام کې لري ، چې په راتلونکي کال کې په کابل ، هرات ، بلخ ، کندهار او ننګرهار کې په نړيوالو معيارونو برابرې سړخونې جوړې کړي .

د رحيمي په وينا، د راتلونکي کال په پراختيايي بوديجه کې د ځنګلونو احيا لپاره ٥ ميليونه ډالر ( ٢٦٠ ميليونه افغانۍ)  په پام کې نيول شوي دي .

دى وايي، چې د ځنګلونو د بيا احيا په برخه کې د بېلابېلو ولايتونو له واليانو او امنيه قوماندانانو سره  خبرې شوې دي ، ترڅو د اړتيا په وخت کې له کرنې وزارت سره مرستې وکړي.

په تېرو درېيو لسيزو کې د افغانستان ډېر ځنګلونه په خپل سر وهل شوي او بهرته پټ لېږدول شوي دي .

رحيمي د حيواني او نباتي افتونو د مخنيوي په برخه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې  د حيواناتو او نباتاتو د افاتو د مخنيوي لپاره د راتلونکي کال په بوديجه کې  دوه ميليونه ډالر ( ١٠٤ ميليونه افغانۍ) په پام کې نيول شوي دي .

هغه وويل : (( د حيواناتو او نباتاتو د وړو ناروغيو مخه په خپله بزګر نيولى شى، خو که کوم غټ افت راشي ،نو بيا موږ او بزګران په ګډه مجادله کوو .))

 ده زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به کرنيز  تخمونه د کوپراتيفونو له لارې پر بزګرانو وويشل شي، ترڅو خپله بزګر ” مالکيت او صلاحيت”  پيدا کړي .

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د کليو او پراختيا وزير ويس احمد برمک وويل ، چې په راتلونکي کال کې به د ملي پيوستون پروګرام   ٧٠٠٠  کلي تر پوښښ لاندې راولي.

ده وويل ، چې تر دې وړاندې هر کال ددې پروګرام پروژې په  پنځه زره کليو کې پلې کېدې .

برمک زياته کړه :((موږ د ملي پيوستون پروګرام دهيوادپه ٣٤ ولاياتو کې پلى کړى، خو د ناامنۍ له امله يواځې ٢٣ ولسوالۍ پاتې دي او په راتلونکي کال کې که امنيت ښه شو ، نوموږ به په دغو ولسواليو کې هم د ملي پيوستون پروژې پلې کړو.))

د ملي پيوستون له لارې د ويالو پاکول، د وړو کليوالي بندونو جوړول ، د لمريزې برېښنا د توليد ، د کليوالي سړکونو بيارغونه او ځينې نورې وړې پروژې پلې کيږي.

خو برمک وايي ، دغه وزارت هڅې کوي ، چې د ملي پيوستون د پروژو په برخه کې  پنځه تر لسو پورې کليوالي شوراګانې سره يوځاى کړي، ترڅو د کوچنيو پروژو پرځاى خپله بوديجه په سترو پروژو ولګوي .

دسرچيني د معلوماتو له مخې، په تيرو څو کلونو کې د کليواو پراختيا وزارت د سړک جوړونې د پروژې له لارې ١٠ زره کيلومتره  او د ملي پيوستون د پروګرام له لارې ٢٢زره کيلومتره سړکونه رغولي دي .

هغه دا هم وويل ، چې په تيرو څو کلونو کې د کليو او پراختيا وزارت   ٢٩ سلنه  افغانانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي .

برمک وايي د کافي بوديجې نشتون ، د ناامنۍ او د قراردادي شرکتونو ټيټ ظرفيت ددې لامل شوى ، چې تر اوسه دې وزارت په هېواد کې ټولو خلکوته  د څښاک پاکې اوبه نه دي برابرې کړي.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وويل ، دغه وزارت په پام کې لري ، چې د  راتلونکي کال په لومړيو کې د سالنګونو لاره  په اساسي ډول ورغوي .

د سالنګ  له لارې د هېواد مرکز له ١٤ شمالي ولايتونو سره نښلي ، خو دغه لاره د جګړو پر مهال زيانمنه شوې او په ژمي کې د واورو د اورښت له امله پر  دې  لاره تلوونکي مساپر له سختو ستونزو سره مخ وي. 

د اوژن په وينا،  تير کال ايساف ځواکونو  له دې وزارت سره ژمنه وکړه ، چې د يادې  لارې د بيارغولو لپاره ٥ ميليونه  امريکايي ډالر فوايد  عامې وزارت ته ورکوي.

هغه زياته کړه : ((ايساف بيا  د ٥ميليونو ډالرو پرځاى يواځې دوه ميليونه ډالره د سالنګونو د لارې د بيارغونې لپاره ځانګړي کړل ، چې ددې پيسو ٧٠ سلنه  يې سالنګونو ته په الوتکه  کې په خپل تګ راتګ ولګول.))

اوژن دا هم وويل ، چې د کابل د حلقوي سړک د طرحې او ډيزاين کار پاى ته رسيدلى،  خو که  بوديجه يې منظوره شي، په راتلونکي کال کې به يې عملي کار هم پيل شي .

ده زياته کړه ، چې په تداراکاتي سيستم کې ستونزې ، د لازم امنيت نشتون ، د پروژو په طرحه او ډيزاين کې ځنډ او د  تړون کوونکيو شرکتونو  ټيټ کاري ظرفيت ددې لامل شوى ، چې د فوايد عامې وزارت پروژې په خپل وخت پاى ته ونه رسيږي .

اوژن ومنله ، چې ددې وزارت په پروژو کې ادراي فساد شته ، خو د نورو معلوماتو له ورکولو پرته يې زياته  کړه ، چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره  يې په دې وزارت کې  يو نوى سيستم رامنځته کړى دى  .

ټاکل شوې، چې د نورو سکتوري وزارتونو وزيران هم مشرانو جرګه وروغواړي، تر څو د بوديجې طرحې ته پام سره د خپلو اړوندو پروژو په اړه معلومات ورکړي  او وروسته جرګه د بوديجې په اړه پرېکړه وکړي.

د اساسي قانون د  اته نوي يمه مادې له مخې ،د دولت بوديجه او دحكومت پرمختيايي پروګرام د مشرانو جرګې له خوا ددې جرګې له  مشورتي نظر سره يوځاى ولسي جرګې ته سپارل كېږي.

دغه راز په دې ماده کې زياته شوې ، چې د ولسې جرګې تصميم د جمهور رئيس تر توشېح وروسته، مشرانو جرګې ته تر وړاندې كېدو پرته، نافذ ګڼل كېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version