خوست ښار (پژواک ٦ لېندۍ ٩١): په خوست ښار کې نن له غرمې مخکې په شوې چاودنه کې ٢٨ تنه ټپيان شوي دي.
دا چاودنه نن دليندۍ په ٦مه، له غرمې مخکې په څه کم ١١ بجو د خوست ښار په مرکزي چوک کې د يو دوکان مخې ته شوې ده.
د پېښې يو عيني شاهد محمد عارف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي د دوکان مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو.
د هغه په وينا، چاودنه پر يوه بايسکل پورې د تړل شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې له امله يې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې ٢٨ تنه ټپيان شوي دي.
د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته شپږ ټپيان ور وړل شوي دي، چې ټول ملکي وګړي دي.
په خوست کې بابري ګل شخصي روغتون مسوول ډاکټر بابري ګل وويل، چې دوى ته ٢٢ ټپيان ور وړل شوي، چې د درېيو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
خو د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې ٢٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړي د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن