ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار په چاودنه کې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي

18 Dec 2011 - 10:05
18 Dec 2011 - 10:05

خوست (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو وزات وايي، چې په خوست ښار کې د نن سهار په چاودنه کې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د ليندۍ ٢٠ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه نن سهار پر ٩ بجو او ١٥ دقيقو د خوست ښار په سرګردان چوک  کې د لاس بم له امله رامنځ ته شوه، چې له امله يې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شول.

د سرچينې په وينا، لاسي بم د پوليسو يو رينجر موټر ته غورځول شوى، خو په پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

په خبرپاڼه کې دغه پېښه غندل شوې او کاږي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال زيارت ګل پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې ١٩ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، چې د حمام مارکېټ له دويم پوړ څخه د خلکو ګڼې ګوڼې ته د لاسي بم اچولو له امله دغه چاودنه رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل، چې په دې چاودنه کې هېڅ نظامي کس ته زيان نه دى اوښتى او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

زيارت ګل وايي، چې له چاودنې وروسته يې په حمام مارکېټ کې پلټونکي عمليات ترسره کړل او د دې پېښې په تور يې يوولس تنه ونيول.

خو د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکتر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې تر دغه مهاله روغتون ته د چاودنې له ځايه ١٧ټپيان ور وړل شوي، چې يوه ښځه او يو پوليس هم په کې شامل دي.

نوموړي وويل، چې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او نور برسېرن ژوبل شوي دي.

د پاينده په نوم يوه ټپي پژواک ته وويل، چې نوموړى مرکزي چوک د سودا اخيستو په موخه راغلى و، چې ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه: ((له يو دوکان څخه مې سودا اخيسته، چې يوه سپينه پړکه وشوه او نور په ځان پوه نه شوم، خو چې سترګې مې وغړولې په روغتون کې وم.))

د غفور په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د سهار په پاو باندې ٩ بجو د خوست ښار په مرکزي چوک کې يوه تن د خلکو ګڼې ګوڼې ته لاسي بم ور ګوزار کړ او وچاودېد.

نوموړي وويل، چې دوى له سيمې سره نږدې ولاړ وو، خو د دويمې چاودنې له وېرې له سيمې وتښتېدل، خو په چاونه کې د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version