خوست ښار (پژواک ١٦ کب ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې د چاودنې له امله دوه پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شول.
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي د کب پر ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست ښار د فيض محمد خان په څلورلارې کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، چاودنه پر پليو پوليسو وشوه، چې له امله يې دوه پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شول.
نوموړي وويل، چې ټپيان دغه مهال د خوست ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
امنيه قوماندان زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه پر يو بايسکل باندې تړل شوي وو.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر اميربادشاه رحمتزى هم وايي، چې د پېښې له سيمې څخه د خوست ملکي روغتون پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د ده په خبره، په ټپيانو کې دوه پوليس او درې ملکي وګړي دي، چې د ټولو روغتيايي حالت ښه دى او برسېرن ټپي شوي دي.
د پېښې يوه عيني شاهد سردارولي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه دومره زوروه نه وه او ډېر زيان يې نه دى اړولى.
هغه هم وايي، چې چاودنه د بايسکل په وسيله شوې، چې له امله يې ځيني پوليس او ملکي وګړي ټپيان شول.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، نن سهار شاوخوا اته بجې په جلال اباد ښار کې هم د سرحدي پوليسو د لومړي زون د رييس ارکان پر موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې رييس ارکان او د هغه دوه ساتونکي ټپيان شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن