ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې چاودنو دوه تنه وژلي او ١١ نور ټپيان دي

خوست ښار کې چاودنو دوه تنه وژلي او ١١ نور ټپيان دي

author avatar
9 Apr 2014 - 10:44
خوست ښار کې چاودنو دوه تنه وژلي او ١١ نور ټپيان دي
author avatar
9 Apr 2014 - 10:44

خوست ښار (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): په خوست ښار کې دوو غبرګو چاودنو ديارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې اوه په کې پوليس دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن سهار نهه بجې د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د پوليسو پر يوه رينجر موټر وشوه.

نوموړي وويل، په دې چاودنه کې، چې د سړک غاړې د ماين له امله وه، يو ملي پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

مبارز ځدراڼ زياته کړه، چې دويمه چاودنه څو دقيقې وروسته په همدې سيمه کې د برق په يوه صندوق کې د ځای پر ځای شوي بم له امله شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دويمه بمي چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر عبدالمجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، دوى ته له يادې پېښې د يوه پوليس مړي تر څنګ څلور ټپيان، چې درى پوليس او يو ملکي وګړى دى، ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ډاکټرانو په حواله د ټپيانو لومړنۍ درملنه شوې او تر ډېره يې روغتيايي حالت ښه ښودل شوی دی.

خو په خوست ښار کې د ببري ګل په نوم د خصوصي روغتون يوه موظف ډاکټر مالک مير پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی روغتون ته د يوه مړي ترڅنګ اوه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوی کس پوليس دی، په ټپيانو کې پنځه ملکي وګړي، دوه زده کوونکي او دوه نور پوليس دي.

ډاکټر مالک مير وويل، چې د يوه زده کوونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ خو د ډاکټر تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د دې پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.