ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاودنه کې درې پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شول

14 May 2012 - 15:30
14 May 2012 - 15:30

خوست ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې د چاودنې له امله درې پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي د غويي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا يوه نيمه بجه په خوست ښار کې د پوهنې رياست ته څېره په يو تفريحي پارک د چاودنې له امله درې پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

د هغه په وينا، چې دغه پېښه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې او په اړه يې پلټنې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان يې روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د خوست د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې پرله پسې دوه چاودنې رامنځ ته شوې، چې له امله يې د خوست د ترافيکو مديريت د کنټرول مدير، د دويمې حوزې امر او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

د ده په خبره، لومړۍ چاودنه وړه وه او له هغې وروسته سيمې ته پوليس ورغلل، چې دويمه چاودنه هم وشوه او ياده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه منګل وايي، چې د خوست ملکي روغتون ته تر اوسه د پېښې له سيمې ټپيان نه دي ور وړل شوي.

د هغه په وينا، د پېښې پنځه ټپيان په خوست ښار کې شخصي کلينيکونو ته وړل شوي، چې څلور يې پوليس او يو ملکي وګړى دى.

د پېښې يو عيني شاهد محمدصادق وويل، چې په لومړي ځل يوه وړه چاودنه وشوه، چې په بېړه پوليس ور ورسېدل او شاوخوا ١٠ دقيقې وروسته دويمه چاودنه وشوه.

نوموړى وايي، چې سيمه پوليسو ډېره ژر کلابنده کړه او خلک يې د پېښې ساحې ته نه ورپرېښودل.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې د پخلي ترڅنګ بيا وايي، چې په دې پېښه کې يې درې پوليس وژلي دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version