ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې چاودنې درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان کړل

په خوست ښار کې چاودنې درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان کړل

author avatar
13 Aug 2012 - 17:49
په خوست ښار کې چاودنې درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان کړل
author avatar
13 Aug 2012 - 17:49

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩١): امنيتي چاراکي وايي،چې نن غرمه مهال په خوست ښار کې د ترافيک پوليسو پر رېنجر موټر په چاودنه کې درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان شول.

 په سوېل ختيځ كې د پوليسو د ٥٠٥ سپين غر زون وياند حميدالله وايي ،چې دغه چاودنه د ” بلند منزلو ” په نوم سیمه کې پر ياد شوي رېنجر موټر کې د مقناطسي ماين  له امله رامنځته شوه.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د يوه ساتنمن په ګډون درې د ترافيکو پوليس او پنځه ملګي وګړي ټپيان شوي دي.

 حمیدالله وايي ،چې ټپيان د پوليسو روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

 د بلند منزلو په ساحه کې يوتن دوکاندار سلیم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوکان مخی ته يې  د ترافيکو د موټر په درېدو سره چاودنه رامنځته شوه.

 دى وايي، چې د چاودنې له امله د رامنځته شوي ځاني زيان په اړه کره معلومات نه لري.

 تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

 خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې ملګرو يې نن غرمه مهال د خوست د دوو مندو ولسوالۍ په بورګۍ سيمه کې د ملي اردو رېنجر موټر په ماين الوځولى، چې له امله يې د اردو دوه سرتيري وژل شوي او درې ټپيان دي .

 له روژې وړاندې په خوست ښار کې سپين جومات ته څېرمه په يوه ځانمرګي بريد كې د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړيو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.