لښکرګاه ( پژواک ٨ ليندۍ ٩١ ) : په هلمند ولايت کې د جنازې د ګډونوالو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې له امله يې ددرېيو وروڼو په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي دي .
د کورنيو چارو وزارت لخوا دليندۍ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن سهار د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوزاد ولسوال سيد سرور اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار په شاوخوا اوو بجو د ولسوالۍ د عليزو کارېز په سيمه کې پر يوه ډاينا موټر شوې ده.
هغه زياته کړه ، ددې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي ، چې اوس په لښکرګاه کې ژوند کوي، په يوه جنازه کې د ګډون په موخه ولسوالۍ ته راغلي وو.
نوموړي وويل ، چې دوى په جنازه کې تر ګډون وروسته د ولسوالۍ د عليزو په سيمه کې د خپلې خور ليدو ته روان و، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېد.
ولسوال وايي، چې په دې چاودنه کې درې وروڼه او ددوى يو وراره وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.
هغه ددې چاودنې مسووليت پر وسلوالو طالبانو واچاوه، خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې چاودنه پر يوه ټانک شوې او څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي.
ديادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ماين چاودنو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده،
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هلمند په موسى کلا، ناد علي او ګرشک ولسواليو کې تر ٣٠ زياتو ملکي کسانو ته د ماين په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن