ترينکوټ (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې لس عام وګړي وژلي دي.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې څه کم يوولس بجې د ولسوالۍ د ګيزک-شوراب ترمنځ سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د ملکي وګړو پر يوه ټونس موټر شوې، چې له امله يې ١٠ تنه وژل شوي او ٨ نور ژوبل دي.
ولسوال وايي، چې ټپيان د ترينکوټ ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخوندزاده پژواک اژانس ته د چاودنې د تاييد ترڅنګ وويل، چې ياد خلک له سعودي عربستان څخه د يوه راغلي حاجي ستړي مشي ته روان وو، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.
نوموړى وايي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن