ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي برېښنا د درېيم توربين نصبولو چارې به ډېر ژر پيل شي

1 Dec 2012 - 13:25
1 Dec 2012 - 13:25

لښکرګاه (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): د هلمند د برېښنا چارواکي وايي، چې په راتلونکې يوه مياشت کې به د کجکي د برېښنا د درېيم توربين د نصبولو چارې پيل شي.

د هلمند د برېښنا رييس اهل الله عبيدي د لېندۍ په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې درېيم توربين درې کاله وړاندې يادې ولسوالۍ ته وړل شوى و، خو د نا امنۍ له امله يې په کارونو کې ځنډ راغى او اوس به يو ځل بيا پرې کار پيل کړي او په راتلونکو دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.

د هغه په وينا، په راتلونکو دوو کلونو کې به نه يواځې د توربين د نصبولو چارې بشپړې شي، بلکې تر لښکرګاه او کندهار پورې به ټول غځېدلي د برېښنا مزي او پايې هم نوي شي، چې له دې سره به د برېښنا د توليد وړتيا ٥١ مېګاواټه ته لوړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال دوه توربينونو د ٣٣ مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره فعاليت لري، خو د اوبو د لږوالي له امله ١٢ مېګاواټه د برېښنا د توليد کچه راټيټه شوې ده، چې د کندهار ښار او د هلمند له درېيو ولسواليو څخه يواځې ٣ مېګاواټه لښکرګاه ته رسيږي.

د برېښنا رييس وويل: ((په همدې موده کې به دوه لوى سب سټېشنونه هم جوړ شي، چې يوبه په موسى کلا او دويم به يې په سنګين ولسوالۍ کې وي.))

د ده په خبره، د کجکي د برېښنا د درېيم توربين د نصبولو، د لين او پايو ترڅنګ د نورو پلې کېدونکو پروژ پر سر د لګښت معلومات له دوى سره نشته، خو د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پنځه کاله وړاندې ١٨٠ ميليونه ډالرو د ورکړې ژمنه شوې وه او تر هغه وروسته د همدغه بند د جوړېدو لپاره د نورو پيسو د ورکړې هوکړه هم وشوه، چې معلومات يې له مرکز سره دي.

عبيدي وويل، چې د درېيم توربين د جوړېدو په صورت کې به، چې د کندهار ښار او د هلمند د کجکي، موسى کلا او سنګين ولسواليو ته هم ورکول کېږي، لښکرګاه ته به د ورځي شل ساعته برېښنا ورسيږي.

دغه راز نوموړى وايي، چې مرکز ته يې د کجکي د بند دويمې برخې پلانونه هم ورکړي دي، چې څلور توربينونه پرې نصبېدلى شي او د سل مېګاواټه برېښنا ظرفيت به ولري.

د هغه په وينا، د دويمې برخې د توربينونو لپاره له وړاندې تونلونه ايستل شوي دي، پارچاوي لري او له همدې امله يې مرکز ته د څلورو توربينونه د ورکړې او نصبولو پلانونه ورکړي دي.

د هلمند د برېښنا رييس وايي: ((که چېرې مرکزي دولت دې برخې ته هم پاملرنه وکړي، د کجکي بند به ١٥١ مېګاواټه برېښنا توليد ولري او د هلمند او کندهار ترڅنګ به شاوخوا ګاونډيو ولايتونو ته هم برېښنا ورکړي.))

دغه راز هغه زياته کړه، چې درې اونۍ وروسته به د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا پر بند هم د رغولو چارې پيل شي او په راتلونکو دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.

نوموړي وويل، چې د ګرشک د برېښنا بند پر سر ٧٥ عشاريه څلور ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د برېښنا وزارت او مرسته کوونکو هېوادونو له خوا به ورکړل شي.

د عبيدي په وينا، اوس مهال د ګرشک د برېښنا توليد دوه نيم مېګاواټه دى، خو د يادې پروژې په بشپړولو سره به يې ظرفيت شپږ مېګاواټه ته لوړ شي، چې د همدې ولسوالۍ ترڅنګ به شاوخوا ولسواليو ته هم برېښنا ورسوي.

بلخوا د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي، چې د برېښنا د توليد په وېش کې عدل نه کېږي، د ښار مرکزي برخې ته ډېر وخت برېښنا ورکول کېږي، خو دوى ته په څلورو ورځو کې يوه شپه نوبت رسيږي.

د لښکرګاه د صافيانو سيمې يو اوسيدونکې غياث الدين پژواک اژانس ته وويل، چې برېښنا يې اوس په نشت حساب ده او له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، د برېښنا رياست او مسوولين يې يواځې مرکزي برخې ته د برېښنا په ورکړه کې زياته پاملرنه کړې ده.

د شهيد غلتان په سيمه کې نېک محمد هم دې ته ورته شکايت کوي او وايي، چې له يوې خوا د سون توکو بيه لوړه شوې او له بلې خوا برېښنا نشته، چې له همدې امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

خو د برېښنا د رياست چارواکي وايي، چې د ښار په مرکزي برخه کې يو کيلوواټه برېښنا په لس افغانۍ پلوري او په شاوخوا سيمو کې يې په درېيو افغانيو، نو له همدې امله دوى اړ دي، چې د خپلو معاشونو د پوره کولو په موخه د ښار مرکزي برخې ته زياته برېښنا ورکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version