اسلام اباد (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): پاکستان په کابل کې د علماوو په نړيوال کنفرانس جوړولو کې هر ډول مرسته کوي او له دغه کنفرانس سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شي.
دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزير راجا پروېز اشرف تېر ماخوستن په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر زلمي رسول او د هغه له پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال راجا پروېز اشرف يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې با ثبات او پرمختللى افغانستان د پاکستان په ګټه دى.
دغه راز نوموړي اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې د دغه سفر پر مهال ډېر مثبت پرمختګونه وشول.
راجا پروېز اشرف ويلي، چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ او نشه يي توکو له ګډ ګواښ سره مخ دي او او پر ضد يې بايد په ګډه مبارزه وکړي.
د پاکستان لومړي وزير د دې ليدنې پر مهال په کابل کې له جوړېدونکي د علماوو له نړيوال کنفرانس څخه خپل ملاتړ او هر ډول همکاري څرګنده کړه او هيله يې وښوده ، چې د دغه کنفرانس پايلې به دواړه هېوادونه نور هم سره نږدې کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول هم د سولې د عالي شورا سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې تر دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
د يادونې ده، اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول د سفر پر مهال پرېکړه وشوه، چې د علماوو شورا به د ٢٠١٣ زېږديز کال د جنورۍ مياشتې په وروستيو کې، په کابل کې جوړ شي.
د دغه کنفرانس وړانديز شاوخوا دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا د سفر پر مهال پاکستاني چارواکو کړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن