بروکسل ( پژواک ۱۵ لیندۍ ۹۱ ) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن وایي ، چې له افغانستان سره پر امنیتي سند د خبرو اترو لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی او ډیر ژر به دویم پړاو پیل شي.
میرمن کلنټن دغه څرګندونې نن دلیندۍ په ۱۵مه، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغې زیاته کړه، چې له افغانستان سره پر امنیتي سند خبرې اترې د لاسلیک شوي ستراتیژیک سند په رڼا کې پیل شوې دي.
د نوموړې په وینا، پر امنیتي سند د خبرو اترو لومړی پړاو تېره میاشت په کابل کې په بریالیتوب سره ترسره شوى او په نږدې راتلونکي کې به یې دویم پړاو هم پیل شي.
میرمن کلنټن د دې خبري غونډې پر مهال د پژواک خبري اژانس دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې هیواد یې دافغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وويل ، چې دوی تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره په ملکي او نظامي کچه خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
تر دې مخکې نوموړې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته پخپله وینا کې له خپلو متحدینو وغوښتل، چې د افغانستان په اړه خپلو کړو ژمنو ته وفاداره واوسيږي.
د شیکاګو په غونډه کې ناټو او متحدین يې تر ۲۰۱۴ کال وروسته تر څلورو کلونو لپاره افغانستان سره د هر کال پر سر د ۴،۱ میلیارده ډالرو ژمنې کړې دي.
میرمن کلنټن پر ژمنو د وفا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې یو شمیر هیوادونو تر اوسه اعلان شوې پیسې نه دي ورکړي.
هغې زیاته کړه : (( د هر هیواد لپاره ډیره مهمه ده، چې خپلې ژمنې پلي کړي، کومو هیوادونو، چې تر اوسه دا کار نه دی کړی، باید ويې وکړي او کومو هیوادونو، چې د مرستو ژمنې نه دي، باید دا کار وکړي.))
د نوموړې په وینا، نړیواله ټولنه په دې کې لیوالتیا لري، څو دغه سیمه یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالو بدله نه شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن