ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او امریکا پر امنیتي سند د خبرو لپاره خپل مرکچیان وټاکل

افغانستان او امریکا پر امنیتي سند د خبرو لپاره خپل مرکچیان وټاکل

author avatar
3 Oct 2012 - 22:37
افغانستان او امریکا پر امنیتي سند د خبرو لپاره خپل مرکچیان وټاکل
author avatar
3 Oct 2012 - 22:37

واشنګټن ( پژواک ۱۲ تله ۹۱ ) افغانستان او امریکا  پر امنیتي سند د خبرو اترو لپاره د خپلو اړوندو خواوو مرکچیان اعلان کړل.

دغه اعلان نن د تلې به ۱۲مه، په وانشنګټن کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول او دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن دیوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.

میرمن کلنټن وویل چې افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د ځانګړي استازي مرستیال جیمز وارلیک به افغانستان سره پر امنیتي سند د خبرو لپاره دامریکایي پلاوي مشري کوی.

دغه راز په دې خبري غونډه کې ډاکټر زلمي رسول اعلان وکړ، چې په امریکا کې دافغانستان سفیر اکلیل حکیمي به دافغان پلاوي مشري کوي.

خو په دې خبري غونډه کې دبهرنیو چارو دواړو  وزیرانو پر امنیتي سند دخبرو اترو د پیلولو کره نیټه په ډاګه نه کړه.

له دې خبری غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې دافغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزه کمیسیون غونډه ترسره شوه.

ددې غونډې پر مهال د امریکا دبهرنیو چارو وزیري میرمن هیلري کلنټن وویل : (( افغانستان سره لاسلیک شوی ستراتیژیک سند او دوه اړخیزه کمییسیون جوړولو سره به ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.))

هغې زیاته کړه د امنیت دلیږد دپروسې دسستوالي سره سره دا کار په سمه توګه روان دی او امریکا ژمنه ده، چې ددې د پروسې په بشبړولو کې به مرسته کوي.

د میرمن کلنټن په وینا، په تیرو څو میاشتو کې دسختو ورځو او حالاتو سره سره دواړو هیوادونه به په ګډه سره دیوه باثباته او پرامنه افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.

که څه هم میرمن کلنټن د تیرو څو میاشتو سختو حالاتو او بدو ورځو په اړه معلومات ورنکړل، خو په دې موده کې دافغان ځواکونو لخوا پر امریکایي ځواکونو مخ په زیاتیدونکو بریدونو امریکا سخته اندیښمنه کړې ده.

د روان زیږدیږ کال له پیل راهیسې په دا ډول ۳۵ داخلي بریدونو کې شاوخوا ۵۳ بهرني سرتیري وژل شوي چې ډیری یې امریکایي دی.

په یاده خبري غونډه کې میرمن کلنټن او ډاکټر زلمي رسول په ډاګه کړل، چې ددوه اړخیزه کمیسیون پر مهال دواړو خواوو د لاسلیک شوي ستراتیژیک سند دعملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول وویل : (( دوړه اړخیزه کمیسیون به ددواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر مهمو نکتو خبرې کوي او هڅه کوي چې ددواړو هیوادونو ګډو هدفونو ته درسیدلو لپاره لارې چارې ولټوي.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.