کابل ښار (پژواک ١٦ ليندۍ ٩١): د ملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد په کابل ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ټپي شو.
د ملي امنيت د رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوى بريد د وسلوالو طالبانو د يوه استازي له لوري، چې د افغانستان دولت ته يې د سولې پيغام راوړى و، نن له غرمې وروسته په شاوخوا ٣ بجو ترسره شو.
دى وايي: ((کله چې ياد شوي استازي د ملي امنيت له رييس سره ملاقات کاوه، نو ورسره چاودېدونکو ته يې چاودنه ورکړه.))
طاهري د خالد روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې د هغه جراحي عمليات په کابل کې د ملي امنيت په روغتون کې په برياليتوب سرته رسېدلي دي.
نوموړى وايي، په دې پېښه کې کوم بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اسدالله خالد د کورنۍ يوه غړي د نوم په نه ښودو پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته د کابل ښار د تايمني سيمې په اتم سړک کې پر خالد ځانمرګى بريد وشو.
ده زياته کړه، بريدکوونکي غوښتل له خالد سره د هغه په مېلمستون کې ملاقات وکړي، خو ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شوى بريدکوونکى له ننوتلو وړاندې تالاشي شوى هم دى، خو چاودېدونکي توکي يې ښايي په نېکر کې ځاى پرځاى کړي وي.
د هغه په وينا، نوموړى دا مهال د امنيت په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او ډاکټرانو ورته ويلي، چې نوموړى تر نس کښته ټپي شوى او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
سرچينه وايي، د اسدالله خالد ليدو ته ولسمشر حامد کرزى، مارشال فهيم، استاد سياف او يو شمېر وکيلان روغتون ورغلي دي.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د ملي امنيت عمومي رييس به د لا ډېرې درملنې په موخه مناسب ځاى ته ولېږدول شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي نن ماښام د ملي امنيت له لوى رييس اسدالله خالد څخه د ملي امنيت په روغتون کې ليدنه وکړه.
ولسمشر پر خالد ياد شوى ځانمرګى بريد غندلى او ويلي، چې نوموړى به د لا ډېرې درملنې په موخه يوه مناسب ځاى ته ولېږدوي، ترڅو ژر ښه شي او بېرته خپلې دندې ته دوام ورکړي.
حامد کرزي د ملي امنيت د مشر د روغتيا په اړه ويلي: ((د هغه د جوړېدو هيله مندي زياته ده.))
د ولسي جرګې دوو ښځينه وکيلانو له اسدالله خالد سره پرون کتلي او اسدالله خالد په خپله دوى ته ويلي وو، چې سبا (د ليندۍ ١٦مه) د وسلوالو مخالفينو له يوه مهم کس سره ګوري.
يادو وکيلانو پژواک ته وويل، چې دوى خالد ته مشوره ورکړې وه، چې له دې کس سره د ليدلو پرمهال له ډېر احتياط کار واخلي، ترڅو د کومې دسيسې ښکار نه شي.
د ياد بريد مسووليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې په کابل کې د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد ځانمرګى بريد ترسره کړى دى.
ده زياته کړه، چې دا بريد د دوى د يوه ملګري حافظ محمد له خوا ترسره شوى، چې د ملي امنيت د رييس په ګډون ګڼو کسانو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن