ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسدالله خالد هېواد ته راستون شو

3 Apr 2013 - 12:52
3 Apr 2013 - 12:52

دغه ټکى د ملي امنيت لوى رياست په خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.  

د ملي امنيت پر لوى رييس اسدالله خالد تېر کال د ليندۍ په ١٦مه د کابل ښار په تايمني سيمه کې د ياد رياست په مېلمستون کې ځانمرګى بريد وشو او نوموړى يې ټپي کړ.

د معلوماتو له مخې، پر اسدالله خالد شوى بريد د يوه طالب له خوا، چې د وسله والو طالبانو د سولې استازى يې ځان باله، ترسره شو.

خالد په کابل ښار کې د ملي امنيت په يوه روغتون کې تر يوې ورځنۍ درملنې وروسته د بګرام هوايي اډې روغتون او وروسته د لا ښې درملنې په موخه متحدو ايالتونو ته ولېږدول شو.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسدالله خالد له بريد وروسته په هېواد دننه او بهر تر روغتيايي کتنو او درملنې لاندې ونيول شو او بالاخره نن سهار له بشپړې روغتيا سره هېواد ته راستون شو.

سرچينې ليکلي: “د ملي امنيت لوى رياست په داسې حال کې چې د افغانستان سوله غوښتونکي ملت ته د ملي امنيت د لوى رييس اسدالله خالد د راستنېدو زېرى ورکوي، ټينګار کوي، چې نوموړى به بيا هم د وطن د خدمت، امنيت خوندي کولو او په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو لپاره شپه او ورځ کوښښ وکړي.”

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version