ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د خالد روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى

ملي امنيت: د خالد روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى

author avatar
8 Dec 2012 - 10:40
ملي امنيت: د خالد روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى
author avatar
8 Dec 2012 - 10:40

کابل (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): د ملي امنيت رياست وايي، چې د اسدالله خالد روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى، بلخوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن په بګرام کې د ملي امنيت د رييس اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلى و.

اسدالله خالد وړمه ورځ په خپل مېلمستون کې، چې د کابل ښار د تايمني په اتم سړک کې دى، په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شو.

نوموړى د ملي امنيت په روغتون کې تر لومړۍ درملنې وروسته په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو روغتون ته د نورې درملنې په موخه لېږدل شوى او ډاکتران وايي، چې خالد د نس او تر نوم لاندې برخه کې ټپي شوى او روغتيايي حالت يې اوس مخ په ښه کېدو دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال الن پرون په بګرام کې د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلى و.

سرچينې زياته کړه، چې جنرال الن د جراحۍ څانګې له ډاکترانو د خالد د روغتيايي حالت په اړه معلومات ترلاسه کړل او د څو شېبو لپاره يې له هغه سره ناسته هم وکړه.

جنرال الن د ملي امنيت د رياست په چارو کې د اسدالله خالد د ښې وړتيا ستاينه او هغه ته يې د هر څومره ژر روغتيا غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزى، مارشال محمد قسيم فهيم، استادعبدالرب رسول سياف او يو شمېر وکيلان هم د نوموړي د پوښتنې لپار روغتون ورغلي وو.

بلخوا د ملي امنيت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت رييس اسدالله خالد تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنيت د څېړنيز ټيم لومړي معلومات ښيي، چې په دغه بريد کې هر ډول شرعي او اخلاقي اصول تر پښو لاندې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانمرګي بريد کوونکي چاودېدونکي توکي په خپل نېکر او له شرمځاى سره ځاى پر ځاى کړي وو.

بلخوا ولسمشر کرزي د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې دا پېښه وڅېړي او په يوه اونۍ کې دې خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.