کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وايي چې له یوه دوکانه د توکو او د یوه موټر د غلا په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر اېکسپاڼه خپاره کړي ویدیو کلېپ کې ویلي: «د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې پولیسو څلور غله نیولي چې درېیو د لسمې حوزې اړوند له یوه دوکانه غلا کړې او یوه بل د موټر د غلا قضیه کې نیول شوی دی.»
په دغه ویډیو کلېپ کې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اداري مرستیال محمدعارف ریاض وایي: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو څلور غله لاس په لاس نیولي چې درې کسان یې د غلا پر مهال ونیول شول چې له خلکو یې د وسلې په زور پیسې او ټیلېفونونه اخیستل.»
ده د هغه بل کس په اړه وویل: «یوه بل کس غلا شوی موټر اخیست، ترمیماوه یې، رنګ یې ور تغییراوه او بیا یې پلوره.»
نوموړي وویل چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP