ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد د ښې درملنې په موخه د بګرام روغتون ته وليږدول شو

7 Dec 2012 - 15:21
7 Dec 2012 - 15:21

 کابل (پژواک ١٧ليندۍ٩١) : د ملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد، چې په کابل کې د ځانمرګي بريد له امله ټپي شوى، د ښې درملنې په موخه د بګرام روغتون ته ولېږدول شو .

دغه څرګندونې د اسدالله خالد د کورنۍ يوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وکړې.

 پر اسدالله خالد تېره ورځ په خپل مېلمستون کې، چې دکابل ښار دتايمني په اتم سړک کې دى  ځانمرګى بريد وشو ، چې له امله يې دى ټپي شو ، چې بيا د درملنې په موخه د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شو او موظفو ډاکټرانو يې وويل ، چې نوموړى تر نس ښکته ټپي شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى .

د اسدالله خالد ليدو ته ولسمشر حامدکرزى، مارشال محمد قسيم فهيم، استادعبدالرب رسول سياف او يو شمېر وکيلان روغتون ورغلي وو.

ولسمشر ويلي ، چې د ملي امنيت عمومي رييس به د ښې درملنې په موخه مناسب ځاى ته انتقال کړي، ترڅو  ژر ښه شي او خپلې دندې ته بېرته ادامه ورکړي .

له بل پلوه د ملي امنيت رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون شاوخوا درې بجې پر اسدالله خالد باندې د وسلوالو طالبانو يوه استازي ، چې د سولې پيغام يې راوړى و، ځانمرګى بريد وکړ .

هغه زياته کړه : (( کله ، چې نوموړي استازي د ملي امنيت له مشر سره ملاقات کاوه ، خپلو چاودېدونکو توکيو ته يې چاودنه ورکړه.))

 طاهري د خالد روغتيايي حالت ښه وباله او زياته يې کړه ، چې د نوموړي جراحي عمليات د ملي امنيت په روغتون کې په برياليتوب پاى ته رسېدلي دي .

هغه زياته کړه ، چې په ياده پېښه کې نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ياد بريد مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

 

 د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته ويلي، چې په کابل ښار کې يې د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد ځانمرګى بريد ترسره کړى دى.

ده زياته کړې، چې دا بريد د دوى د يوه ملګري حافظ محمد له خوا ترسره شوى، چې د ملي امنيت د رييس په ګډون ګڼو کسانو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده ، چې اسدالله خالد تر دې وړاندې د قومونو ، قبايلو او سرحدونو د وزير او د کندهار او غزني ولايتونو د والي په توګه دنده ترسره کړې او په دغه موده کې پنځه ځله د وسلوالو مخالفينو له بريدونو سره مخ شوى، چې روغ ترې وتلى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version