ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ناټو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي ماموریت پر څرنګوالي خبرې کوي

6 Dec 2012 - 10:29
6 Dec 2012 - 10:29

بروکسل ( پژواک ۱۶ لیندۍ ۹۱ ) : د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې حکومت له ناټو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته ددوی د نوي ماموریت پر څرنګوالي خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي دغه څرګندونې پرون د لیندۍ په ۱۵مه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دغونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، چې تراوسه د ناټو نوي ماموریت ته شاوخوا يوکال پاتې دی او افغان حکومت له ناټو سره خبرې کوي، څو ددوی ماموریت خلکو ته روښانه شي.

نوموړي وویل،چې له ناټو سره پر یوشمیر اساسي شیانو موافقه شوې ده، خو زیاته یې کړه،چې دافغانستان حکومت پر دې ټینګار کوي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هر ډول مرستې د ملي حاکمیت په نظر کې نیولو سره وشي او دا مرستې دافغان حکومت په کنټرول کې وي.

موسی زي زیاته کړه ، چې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د وزیرانو په غونډه کې د افغانتسان د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل .

د هغه په وینا، زلمي رسول دغه راز تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا پر کیدونکو مرستو او په ځانګړې توګه د ١،٤ میلیارده ډالرو د مصرفولو  په اړه د حکومت موقف څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزرات ویاند وایي، چې حکومت به ددې پيسو د لګولو لپاره یو شفافه میکانیزم جوړوي.

هغه زیاته کړه : (( تر ټولو مهمه داده، چې د مرستو کولو او لګولو پر مهال باید دافغانستان ملي حاکمیت په پام کې ونیول شي.))

موسی زي وویل، چې په دې غونډه کې د نړیوالې ټولنې لخوا د کیدونکې مرستې پر شفافیت ، حسابدهۍ او پر ځای لګولو باندې په تفصیل سره رڼا واچول شوه.

د نوموړي په وینا، ددې پيسو د لګولو لپاره به داسې یو میکانیزم او چوکاټ رامنځته شي ، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دواړه مطمین وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل ، چې له اداري فساد سره مبارزه، ښې حکومتدارۍ او دبشري حقوقو په برخه کې د زیاتو اقداماتو په اړه د ناټو د غوښتنو په ځواب کې زلمي رسول هغوی ته ډاډ ورکړ، چې دافغانستان د حکومت غوښتنه او د حکومت دنده ده، چې دغه کارونه ترسره کړي.

ده زیاته کړه : (( دافغانستان حکومت د خپلو وګړو د حقوقو لپاره کلک ولاړ دی او په دې برخه کې به هر ډول اقدامات کوي.))

جانان موسی زي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې اوږود مهاله ژمنې تکرار کړې.

د نوموړي په وینا، د سیاسي چارواکو ترڅنګ پوځي مشرانو جنرال الن او په اروپا کې د ناټو لوی قوماندان هم دافغانستان په اړه مثبتې څرګندونې وکړې او د پرمختګونو یادونه یې وکړه.

هغه وایي ، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دغه راز دافغانستان پر امنیتي وضعې، د انتقال پروسې او د ملي ځواکونو د روزنې پر پروسې هم په تفصیل سره خبرې وشوې.

موسي زي وویل، چې د روان لمریز کال په وروستیو کې به د ولسمشر حامد کرزي لخوا ملي ځواکونو ته د امنیت دلیږد درېیمه پروسه اعلان شي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې په دې غونډه کې دافغانستان دسولې پر پروسې هم خبرې وشوې او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول ټینګار وکړ، چې دشخړې د هواري د حل لاره یواځې نظامي نه ده، باید دې شخړې ته د سیاسي حل لاره ولټول شي.

د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزیر د ناټو چارواکو ته پاکستان ته د خپل وروستي سفر او دسولې په برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او له پاکستان څخه یې هیله څرګنده کړه، چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

جانان موسي زي وویل ، چې په دې غونډه کې دافغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي سند هم خبرې وشوې او په ډاګه شوه، چې پر دې سند به د خبرو اترو دویم پړاو راتلونکې میاشت په کابل کې پيل شي.

له افغانستان څخه د نشه یی توکو دقاچاق په اړه د روسیې د اندیښنو په اړه موسی زي دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دې اړه له روسیې او ناټو سره حکومت په ګډه کار کوي.

هغه زیاته کړه، چې افغان حکومت په دې برخه کې یو لړ اقدامات کړي او هڅه کوي، چې کروندګرو ته بدیل معیشت پیدا کړي .

خو موسی زي پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه وکړه، چې افغانستان ته د هغو کیمیاوي توکو  د واردولو مخه نه نیسي، چې د نشه یی توکو په جوړولو کې کارول کیږي.

هغه له یو شمیر هیوادونو غوښتنه وکړه، چې پخپلو هیوادونو کې د نشه یی توکو تقاضا کمه کړي، ځکه چې له دې کار سره یې د قاچاق مخه هم نیول کیږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version