ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيتي تړون لپاره افغانستان شرطونه لري

8 Dec 2012 - 19:50
8 Dec 2012 - 19:50

کابل(پژواک١٨ليندۍ ٩١): ولسمشر کرزى وايې،  له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو پر ارزښت پوهیږي او پدې هم پوهېږي، چې افغانستان نشي کولای یو دوه اړخیز تړون په داسې حال کې لاسلیک کړي چې حاکمیت ته یې درناوی نه کیږي.

د ولسمشر دويندوۍ له دفتر څخه د ليندۍ په ١٨ پژواک خبري اژانس ته راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه څرګندونې ولسمشر حامد کرزي نن په يوه خبري غونډه کې کړي دي.

خبرپاڼه زياته وي ، چې ولسمشر کرزى له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د افغانستان شرايط په ډاګه کړل او زياته يې کړه، له امريکا سره امنيتي تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې امریکا د افغانستان حاکمیت او قوانینو ته احترام وکړي، د افغان ولس د مال او ځان د خوندیتوب، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او د حکومت په مرسته د افغانستان د هوایي حریم ساتنه ومني.

دغه راز هغه زياته کړه،  کله چې د امریکا لخوا دغه شرایط ومنل شي، افغانستان لیوال دی چې امریکایي ځواکونو ته د قضايي مصوونیت مسله په پام کې ونیسي.

سرچينه د ولسمشر کرزي له خولي ليکي،(( زه د افغانستان د جمهور ريیس په توګه دېته چمتو یم چې دغه مسله له خپل ولس سره شریکه کړم او له دوی سره به یې په اړه سلا مشورې وکړم، خو باید دا ډاډ ترلاسه کړم چې امریکا د افغانستان د حاکمیت درناوی کوي، خلک په افغانستان کې نه بندیانوي، زندانونه جوړه وي ، د افغانانو د کورونو د خصوصي حریم درناوی به کوي، پر کورونو او کلیو باندې به بمبارنه کوي.))

سرچينه زياته وي، ولسمشر حامد کرزي له امریکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو د اهمیت په اړه وویل(( د ستراتیژیکو همکاریو سندونه مو چې له امریکا او نورو هېوادونو سره لاسليک کړي دي، هغه د افغانستان د هوساینې او اقتصادي پرمختیا  لپاره  مهم ګڼو.))

ديادولو ده ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند خبرې اترې شاوخوا دري اونۍ مخکې په کابل کې پيل شوې، د افغانستان له لوري په واشنګټن کې افغان سفير اکليل حکيمي او د امريکا له لوري د ځانګړي استازي مرستيال د خپل پلاوي مشري کوي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version