ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ولسمشر کرزى له ټاکنو مخکې د امنيتي سند د لاسليک لېوال دى“

9 Feb 2014 - 15:56
9 Feb 2014 - 15:56

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): د بهرنيو چارو وزير اعلان وکړ، چې له امريکا سره  امنيتي او دفاعي  تړون په متن کې هېڅ ډول بدلون  نه شي راتلى او ولسمشر کرزى لېوال دى، چې دغه تړون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له ټاکنو مخکې لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد مُقبل عثماني، چې نن يې په کابل کې له خپل الماني سيال سره يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل، چې د افغانستان حکومت او ولسمشر نه غواړي ، چې د امنيتي سند په متن کې بدلون راشي او دغه تړون د افغانستان د حکومت له نظره بشپړ دى او هېڅ بدلون به په کې رانه شي.

خو هغه ټينګار وکړ، چې مهمه موضوع دا ده، چې د دغه سند لاسليک د افغانانو د کورونو د ثبات، سولې او امن لامل شي او دا هغه څه دي، چې لويې مشورتي جرګې يې هم غوښتنه کړې ده.

عثماني زياته کړه: ((ولسمشر کرزى امنيتي تړون اوسنيو شرايطو ته په پام سره لاسليک کوي او لېوال دى، چې دغه تړون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له ټاکنو وړاندې لاسليک شي.))

د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د دغه تړون د لاسليک په اړه خبرې روانې دي او هيله ده، چې يوې ښې مرحلې ته ورسېږي او تړون لاسليک کړي. له شک پرته چې د افغانستان حکومت او خلک د دغه سند د لاسليک لېوال دي، خو هغه شرايط چې لويې جرګې وړاندې کړي، هغه به هم رعايت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي د روان کال په لړم مياشت کې مشورتي لويه جرګه را وغوښته او جرګې هم دا امنيتي سند تاييد او د لاسليک غوښتنه يې وکړه، خو ولسمشر کرزى ټينګار کوي، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې  پيل نه شي او امريکايي ځواکونه د خلکو د کورونو تلاشۍ بندې نه کړي، دا تړون نه لاسليکوي.

خو د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والترشتاين ماير په دې خبرې غونډه کې بې له ځنډه د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون پر لاسليک ټينګار وکړ او ويې ويل، چې له ولسمشر کرزي سره يې د امنيتي تړون د لاسليک په اړه خبرې کړي او ولسمشر  ورته په دې اړه خپل دليلونه وړاندې کړي دي.

هغه زياته کړه: ((ما ولسمشر کرزي ته وويل، چې دا تړون يواځې د امريکا نه، بلکې د المان او نورو اروپايي هېوادونو لپاره هم مهم دى او که چېرې لاسليک نه شي، نو موږ نه شو کولى، چې په افغانستان کې پاتې شو.))

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل، هېواد يې څرګنده کړې، چې دغه سند بايد ډېر ژر لاسليک شي، چې له مخې يې خپل نوى ماموريت او پروګرام په ځانګړي ډول له افغان ځواکونو سره د مرستي او ملاتړ په برخه کې په مشوره جوړ کړي.

هغه د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې د خبرو پر بيا پيل ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې المان به د اړتيا په صورت کې  د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

امريکا هم په بيا بيا ټينګار کړى، چې حامد کرزى بايد دغه تړون ډېر ژر لاسليک کړي، څو دغه هېواد له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو لپاره قانوني لاسوند ولري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version