ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه  له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د  سند پر متن کار پيلوي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر متن کار پيلوي

author avatar
18 Dec 2011 - 12:19
اروپايي ټولنه  له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د  سند پر متن کار پيلوي
author avatar
18 Dec 2011 - 12:19

کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د راتلونکي ميلادي کال په پيل کې به اروپايي ټولنه له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو د سند پر متن کار پيل کړي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د ليندۍ ٢٧ مه) د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازى ويګا داس اوساکاس دغه څرګندونې په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وکړې.

اوساکاس وويل، چې له افغانستان سره به د اروپايي ټولنې د اوږدمهالې ستراتيژيکې همکارۍ په سند کې مهم ټکي د بشري حقونو رعايت، د ټاکنو د بهير اصلاح، سوداګري، د اروپايي ټولنې اقتصادي مارکېټونو ته د افغانستان لاسرسى او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وي.

د نوموړي په وينا، اروپايي ټولنه  غواړي د افغانستان په مرکز او ولايتونوې کې، په ملکي ادارو کې د اصلاحات راوستلو لپاره د افغان حکومت د لومړيتوبونو له مخې مرسته وکړي.

ولسمشر حامد کرزي په دغه کتنه کې د اروپايي ټولنې له مرستو په مننې سره وويل، دوى غواړي، چې د افغانستان ملکي اداره له سياسي لاسوهنو خوندي وي، تر څو د هېواد خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي څه موده وړاندې له هندوستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر لاسليک کولو خبرې روانې دي.

دغه راز افغان حکومت له انګلستان سره هم د ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو لپاره هوکړې ته رسېدلى، خو په هېواد کې د عاشورا پر مراسمو د ځانمرګي بريد له امله د ولسمشر سفر هغه هېواد ته وځنډېد او تړون لاسليک نه شو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.