ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز امنيه قوماندان ووژل شو

10 Dec 2012 - 10:43
10 Dec 2012 - 10:43

زرنج (پژواک ۲۰ لېندۍ ۹۱): د نيمروز ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد موسی رسولي نن سهار د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، رسولي نن سهار شاوخوا اته بجې له هرات څخه نيمروز ته پر لاره و، چې رينجر موټر يې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په ګردنه سيمه کې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو.

هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندان لومړى ټپي و، خو روغتون ته د لېږدولو پر مهال يې د لارې په اوږدو کې ساه ورکړه.

د امنيت امر د دغه بريد پړه په وسلوالو طالبانو واچوله او زياته يې کړه، چې د نوموړي رينجر موټر هم له منځه تللی دى.

رحمت الله وويل، رسولي په دې وروستيو کې په يوه سمينار کې د ګډون په موخه کابل ته تللی و، له هغه ځايه بېرته هرات راستون شو او نن سهار يې غوښتل له هرات څخه نيمروز ته راشي چې پرې چاودنه رامنځته شوه.

د لوېديځې حوزې د پوليسو وياند سمونوال عبدالروف احمدي وويل، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، ماين د رسولي موټر ته اېښودل شوی و، خو پوښتنه پيدا کېږي، چې که ماين وي، نو تلفات يې ولې ډېر نه وو؟

هغه زياته کړه، چې يو امنيتي پلاوی يې ادرسکن ولسوالۍ ته استولی، څو د دغه ماين د چاودنې په اړه پلټنې وکړي.

خو د نيمروز والي محمدسرور ثبات وويل، د ده د معلوماتو له مخې، چې دغه يو مقناطيسي بم او په کرولا پسې يې نښلول شوى و، چې د چاودنې له امله يې ووژل شو.

بلخوا بيا د امنيه قوماندان د کورنۍ يو  غړی محمد نيسم له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې په د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي او زياتوي، چې په دې پېښه کې د رسولي يو ساتونکى هم ټپي شوی دی.

محمد موسی رسولي د هرات ولايت اوسېدونکی او د اسلامی جمعيت له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه و.

نوموړی له تېر يو کال راهيسې د نيمروز د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او تر دې وړاندې د دوو کلونو لپاره د دغه ولايت د امنيت امر و.

د کورنيو چارو وزارت د نيمروز د امنيه قوماندان وژل کېدل په کلکه غندلي او وايي، چې د دې وژنې عاملين د هېواد دښمنان دي.

وسلوالو طالبانو د دې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په ياده چاودنه کې امنيه قوماندان وژل شوى او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دى.

د يادوني ده ، تېره ورځ د فراه ولايت د ګلستان پخوانی ولسوال غلام يحيى توکلی هم د يوه بريدګر له خوا د هرات د انجيل ولسوالۍ په کارته سيمه کې د تومانچې پر ډزو ووژل شو.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version