ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د عملياتو پر مهال يو شمېر وسلوال نيول شوي او وژل شوي دي

11 Dec 2012 - 11:08
11 Dec 2012 - 11:08

جلال اباد (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ديوه طالب قوماندان په ګډون نهه وسلوال نيول شوي او درې وسلوال وژل شوي دي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د لېندۍ په ٢١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د اووم باز په نوم عمليات پيل کړي دي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو يو مشهور قوماندان  مولوي عبدالرحمن نيول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې عمليات اوس هم ادامه لري او د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

هاتفي زياته کړه، چې دغه راز د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې يې پرون تر ناوخته عمليات کړي، چې دوه وسلوال په کې وژل شوي او اته نور يې ژوندي نيولي دي.

د ده په خبره، په دواړو ځايونو کې عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له خوا په ګډه ترسره کيږي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د خوګياڼو په وزيرو سيمه کې د ولسوال په ګډون يو شمير پوليس، چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين يې پرمخ بيوه، د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل، چې د نښتې په پايله کې پنځه وسلوال ووژل شول او څلور ټپيان شول.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version