ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيو قوماندانانو په ګډون د ٥٣ وسلوالو د نيولو ادعا وشوه

15 Dec 2012 - 16:02
15 Dec 2012 - 16:02

جلال اباد (پژواک ٢٥ لېندۍ ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د درېيو مهمو قوماندانو په ګډون ٥٣ وسلوال مخالفين او يو شمېر شکمن کسان نيولي دي.

بټي کوټ د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره پرته نا امنه ولسوالي ده، چې له مومند درې، کوټ او شينوارو سره ګډه پوله لري.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ملي ځواکونو څلور ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې پراخ عمليات پيل کړي وو، چې تېره شپه پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ملي پوليسو، ملي اردو، د چټک غبرګون قطعې، سرحدي پوليسو او د عامه نظم پوليسو برخه اخيستې وه.

عبدالزي وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٥٣ وسلوال مخالفين له يو شمېر وسلو، مهماتو او موټرو سره نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په نيول شوو طالبانو کې د ولايت په کچه د هغوى د مهم قوماندان مولوي عبدالرحمن په ګډون درې قوماندانان هم شامل دي.

د بټي کوټ ولسوال مرزا محمد نصرت پژواک اژانس ته وويل، چې د عملياتو پر مهال ٢٣ تنه شکمن هم نيول شوي، چې له تحقيقاتو وروسته به خوشي شي.

نوموړي وويل، چې د دغو عملياتو له امله د دې ولسوالۍ ډېرې برخې له وسلوالو پاکې شوې او د ولسوالۍ په ٨٠ سلنه ساحه کې امنيت راغلى دى.

د ولسوال په وينا، په عملياتو کې دواړو لورو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د بټي کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي سليمان د ملي ځواکونو له خوا د ترسره شوو عملياتو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ډېرې سيمې يې له مخالفينو پاکې کړې دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دولتي چارواکو دا ادعا ردوي، چې ګوندې په بټي کوټ کې يې له ٥٠ زيات طالبان ژوندي نيولي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version