ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: په نشه يي توکو روږدو کسانو ته مو د درملنې تدابير چټک کړي

12 Dec 2012 - 15:49
12 Dec 2012 - 15:49

کابل (پژواک ٢٢ لېندۍ ٩١): د عامې روغتيا او د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو چارواکي وايي، چې په هېواد کې يې په نشه توکو د روږدو کسانو درملنه ګړندۍ کړې ده.

د عامې روغتيا وزيره ډاکتر ثريا دليل، د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضراراحمد مقبل او د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال بازمحمد احمدي په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معلوماتو ورکولو په موخه نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و.

د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې په روان کال کې د اړوندو ارګانونو په مرسته په نشه توکو د روږدو کسانو د درملنې ٣٥ نوي مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ شوي، چې ٨ يې يواځې په کابل کې دي.

هغې زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په جوړېدو سره په نشه توکو د روږدو د درملنه شوو کسانو شمېر په کال کې له ١١ زرو څخه ٢٠ زرو ته لوړ شوى دى.

دليل وايي: ((تر دې مخکې هر کال به موږ د ١١ زرو په شاوخوا کې معتادين تداوي کول ؛ خو اوس په کال کې د ٢٠ زره کسانو د تداوۍ وړتيا لرو.))

د عامې روغتيا وزيره وايي، چې په تيرو ٦ مياشتو کې په ټول هيواد کې ٩ زره په نشه يي توکو روږد کسان تداوي شوي، چې ٥ زره يي يواځې په کابل کې و.

د هغې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنۍ ٩٩ مرکزونه دي، چې لس سلنه يې ښځو او ماشومانو ته ځانګړي شوي دي.

د دليل په خبره، سره له دې چې دمګړې٣زره په نشه توکو روږدي کسان په يادو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي، خو هره شپه د زرو په شاوخوا کې په نشه يي توکو روږدي کسان شپه له کوره بهر پر واټونو تېروي.

د دليل په وينا، په هېواد کې ٩٤٠ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې له دغه شمېر څخه ٢٣٠زره يې هيرويين او تارياک استعمالوي او عمرونه يې هم د ١٥ او ٦٠ کلونو ترمنځ دي.

دغه راز د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضراراحمد مقبل د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وويل، چې دغه وزارت کافي بوديجه لري، ترڅو په هر ولايت کې په نشه توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې مرکزونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ ١٤ميليونه ډالره بوديجه لرو، د عامې روغتيا وزارت، چې په هر ولايت کې وغواړي موږ د دې وړتيا لرو، چې معتادينو ته د تداوۍ مرکزونه جوړ کړو؛ ترڅو د معتادينو د درملنې پروسه ګړندۍ شي.))

مقبل وايي، په تېرو دوو کلونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې، چې کوم کارونه شوي، له تېرو ٩ کلونو سره برابر دي.

دغه راز هغه وويل، چې د هېواد په ١٧ ولايتونو کې د نشه يي توکو کښت صفر شوى، خو د ناامنيو له امله په اروزګان، هلمند، کندهار او فراه ولايتونو کې د هېواد په کچه د يادو توکو ٩٠ سلنه کرل کېږي، خو سره له دې هم د تېر کال په پرتله سږ کال د کوکنارو کښت ٣٠ سلنه کم شوى دى.

د مقبل په وينا، په تېر يو کال کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو له امله د ملي اردو ١٠٢ سرتېري او پوليس وژل شوي او ١٢٧ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې د افغانستان د کوکنارو د کښت ٣ سلنه عايد بزګر ته او پاتې نور يې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو جېبونو ته ځي.

ده وويل، چې د کوکنارو د کښت د کمولو په موخه يې ځيني پروګرامونه پر لاره اچولي، ترڅو له مخې يي بزګر د کوکنارو له کښته لاس واخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هر کال هيرويينو جوړولو لپاره ١٣زره ټنه کيمياوي مواد له بهره هېواد ته راوړل کېږي.

مقبل زياته کړه: ((په هېواد کې په لوړه کچه د نشه يي توکو شتون يوه بهرنۍ پديده ده، افغانستان بايد په دې برخه کې د ښې مبارزې لپاره له نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو سره لاس يو کړي.))

دغه راز د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي وويل، چې دمګړۍ په هېواد کې د يو ميليون په شاوخوا کې په نشه يي توکو روږدي کسان شته او شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى.

احمدي وايي، چې په نړيوالو قوانينو کې روږدى کس ناروغ ګڼل شوى او معتاد مجرم نه دى بلل شوى، نو ځکه دوى نه شي کولاى، چې له کوڅو او بازار څخه معتادين پر خپل سر ټول کړي.

 

هغه زياته کړه، چې د عامې روغتيا او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مشورې په ځينو وختونو کې دوى د ښار له واټونو او کوڅو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان ټولوي او د درملنې مرکزونه ته يې وړي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې افغانستان د ټولې نړۍ ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدول خو په تېر کال کې يې کچه ٨٢سلنې ته راټيټه شوې وه.

د يادې ادارې د سروې له مخې، په ټوله نړۍ ٢سوه ميليونه کسان په نشه يي توکو روږد دي، چې په هر يوه ساعت کې يو يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version