ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ولسمشر دې د جنګي جنايتکارانو په اړه د برابر شوي راپور خپرولو ته اجازه ورکړي”

16 Dec 2012 - 17:18
16 Dec 2012 - 17:18

کابل(پژواک ٢٦ليندۍ٩١): د مشرانو جرګې ځينو غړيو د افغانستان  د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون لخوا د جنګي جنايتکارانو په اړه د برابر شوي  راپور د خپرولو غوښتنه وکړه.

پرون د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر ويلي و ، چې په افغانستان کې د جنګي جنايتونو په اړه راپور د حکومت په غوښتنه  برابر شوی او خپرېدل يې هم د حکومت دنده ده.

د سمر په وينا، حکومت دې کمېسيون ته دنده ورکړې وه ، چې  د ثور د اومې له کودتاه  تر ٢٠٠١ کال پورې  معلومات او حقايق راټول کړي.

ددې په وينا، کمېسيون دا کار کړى او  راپور  په کمېسيون کې  موجود دی، خو ترڅو چې حکومت اجازه ورنه کړي، دوى  يې نه خپروي، ځکه  چې راپور پر حکومت پورې اړه لري.

ټاکل شوې وه، چې د جنګي جنايتکارانو په برخه کې چمتو شوى دغه راپور تير ميلادي کال د ډسمبر په لسمه خپور شي، خو تر اوسه ځنډېدلى دى. 

په مشرانو جرګه کې د هرات استازې شهناز غوثي نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې  وويل ، چې حکومت ددې راپور د خپرولو اجازه نه ورکوي.

هغې زياته کړه : ((زه له ولسمشر نه غوښتنه کوم ، چې ددې راپور نشر ته اجازه ورکړي ، ترڅو خلک پوه شي ، چې په هېواد کې جنګي جنايتکاران څوک دي .))

په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل ، چې په هېواد کې له بشري حقونو څخه دملاتړ په موخه  بايد ولسمشر د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته اجازه ورکړي ، چې ياد شوى راپور خپور کړي.

هغه زياته کړه : ((په هېواد کې ډېر خاينين شته ، چې په سلګونو کسان يې وژلي  او حقوق بشر د دې خلکو په اړه مستندات برابر کړي ، بايد اجازه ورکړل شي چې نشر يې کړي .))

په مشرانو جرګه کې د خوست استازي عارف الله پښتون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  بشري حقونو ته رسيدنه د افغانستان د خلکو مهمه اړتيا ده .

هغه وويل ، چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د راپور د خپرېدو مخه بايد ونه نيول شي ، ترڅو جنګي جنايتکاران افشا شي .

خو د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار ، چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل ، چې دا مهال د  هېواد وضعيت نه ايجابوي ، چې ياد شوى راپور خپور شي .

هغه زياته کړه : ((زه فکر کوم حکومت ځکه د ياد شوي راپور د خپرېدو مخه نيولې ، چې په هېواد کې کوم بل بحران را منځته نه شي .))

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه ، چې د مشرانو جرګې او سيما سمر د څرګندونو په اړه د ولسمشر د وياند د دفتر نظر واخلي ، خو ځواب يې تر لاسه نه کړ. 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version