ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کانونو په تړونونو کې بايد بېړه ونه شي”

18 Dec 2012 - 16:34
18 Dec 2012 - 16:34

کابل (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١): د سوداګرۍ او اقتصاد وزيران وايي، سره له دې چې افغانستان د خپلو مالي ستونزو د لرې کولو لپاره د کانونو استخراج ته اړتيا لري، خو دکانونو په تړونونو کې بايد له بېړې کار وانه خيستل شي.

د کانونو د کمېټې غړي نن د ولسي جرګې د چاپيريال ساتنې کمېسيون ته غوښتل شوي وو، ترڅو د افغانستان د کانونو په اړه دغه کمېسيون ته معلومات ورکړي.

په ياده کمېټه کې د کانونو، ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونه او د چاپېريال ساتنې رياست غړيتوب لري.

د چاپېريال ساتنې په نننۍ ناسته کې د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي وويل، چې افغانستان له مالي پلوه له ډيرو ستونزو سره مخ دى او هڅه کوي، چې لږ تر لږه خپله عادي بوديجه له خپلو عوايدو پوره کړي.

دى وايي،چې دا مهال د افغانستان ټوله پراختيايي بوديجه او څه باندې نيمايي عادي بوديجه بهرني مرستندويان ورکوي.

خو د احدي په وينا، سره له دې هم بايد د کانونو په تړونونو کې له بيړې کار وانه خيستل شي، ځکه چې کانونه د افغانستان پانګه ده او له خصوصي سکتور سره د اکتشاف او استخراج په تړونونو کې يې بايد له دقت څخه کار واخيستل شي.

هغه زياته کړه : ((له سرعت سره زه موافق نه يم، خو که په ښه قيمت څوک پيدا شي نو بايد، چې ور يې کړو.))

خو دى دا هم سمه نه بولي، چې د کانونو استخراج تر هغه وځنډول شي، چې د افغانستان د کانونو وزارت وړتياوې لوړې شي او بيا پر کانونو پانګونه وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کانونو د قانون پر طرحه په وزيرانو شورا کې بحث روان دى.

دده په وينا، وزيرانو شورا تر اوسه پر دې نه ده سلا شوې ، چې د کانونو استخراج او اکتشاف دواړو تړونونه دې له يوې کمپنۍ سره وشي او که له دوو کمپنيو سره.

دغه راز د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وويل هم وايي، چې افغانستان د کانونو استخراج ته جدي اړتيا لري، خو د کانونو په تړون کې بايد له بيړې کار وانه خيستل شي ځکه، چې افغانستان په دې برخه کې لازمه تجربه نه لري.

هغه زياته کړه : ((افغانستان عايد ته اړتيا لري ،خو خپل راتلوونکى بايد د عايد قرباني نه کړي.))

ارغنديوال وايي، چې د کانونو وزارت بايد د کانونو په اړوند چارو کې خپلې وړتياوې لوړې کړي او په دې برخه کې د افغان متخصصينو يو ګروپ جوړ کړي.

ده د کانونو په برخه کې د تړونونو لپاره د کانونو د قانون جوړول ډېر مهم وبلل.

 د افغانستان د کانونو د سروې مشر انجنيرعبدالحکيم وويل ، په دې کې شک نشته، چې د کانونو په برخه کې د کانونو وزارت وړتياوې ټيټې دي.

دى وايي، چې د کانونو کمېټه بايد د کانونو له وزارت سره د کاري وړتياوو په لوړولو کې جدي همکاري وکړي.

دده په اند، په دې برخه کې وړتياوې د عملي چارو په تر سره کېدو او د تجربو په تر لاسه کولو لوړېداى شي.

د يادولو ده، چې په لوګر کې د عينک په نوم د مسو د يو لوى کان تړون په ١٣٨٧ کال کې له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسليک شوى دى.

د انجنير عبدالحکيم په وينا، د کانونو د تړونونو يوه موخه داده ، چې د افغانستان خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

دغه راز د ماليي وزارت د پاليسۍ مرستيال احمد شفيق قاري زاده په نننۍ ناسته کې وويل، چې د افغانستان دکانونو تړونونه که د تدارکاتو د قانون په اساس وشي هيڅ ستونزه به پکې رامنځته نه شي.

خو دى وايي، چې د افغانستان د کانونو د اکتشاف او استخراج د تړونونو لپاره بايد وخت له لاسه ورنه کړل شي ځکه، چې هيواد پيسو ته جدي اړتيا لري.

ده د جرګې له غړيو غوښتنه وکړه ، چې د کانونو د تړون تر لاسليک مخکې د اړوندې پروژې په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي، ترڅو د اړتيا په وخت کې حکومت ته لازمې مشورې ورکړي.

د غونډې په پاى کې د ولسي جرګې د چاپيريال ساتنې کمېسيون مشر عبيدالله رامين وويل، چې په افغانستان کې د کانونو لاسليک شوي تړونونه ډيرې ستونزې لري.

خو ده ددې ستونزو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د رامين د معلوماتو له مخې، د کانونو قانون يو ځل وړاندې د ملي شورا لخوا تصويب شوى، خو له دې امله چې په ډيرو مواردو کې له اساسي قانون سره په ټکر کې و، اوس عملي نه دى.

ده وويل، چې د نوي قانون په تصويب سره به د کانونو په برخه کې ډيرې ستونزې هوارې شي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په يواځې ٣٠ سلنه خاوره کې د درې ترېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version