ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: حکومت بايد په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه چوپه خوله پاتې نه شي

18 Dec 2012 - 16:53
18 Dec 2012 - 16:53

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩١): مشرانو جرګه په ايران کې د افغانانو د اعدامونو په اړه د بهرنيو چارو وزير ورغواړي او وايي، افغان حکومت بايد په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

 د خپرو شويو راپورونو له مخې، په دې وروستيو کې ١٣ افغانان په ايران کې لادرکه شوي دي، خو په هرات کې يو شمېر کسانو لاريون وکړ او ويل يې ، چې دغه کسان وژل شوي او مړي يې بايد ورته وسپارل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزرات ويلي، چې د دې کسانو د موندنې هڅې يې پيل کړې دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د بدخشان استازي بشير صميم وويل، چې د ايران حکومت له ډېرې مودې راهيسې افغان زندانيان اعداموي.

هغه وايي، افغان حکومت بايد له ايران څخه جدي پوښتنه وکړي، چې له ګناه پرته، ولې افغانان اعداموي؟

ده زياته کړه: ((افغانان چې ايران ته ځي، هلته ورته په ډېره سپکه سترګه کتل کيږي، خو ايرانيان چې دلته راځي، نو زيات عزت يې کيږي.))

خو دى وايي، هره ورځ ايرانيان افغانان اعداموي، بايد په دې اړه د بهرنيو چارو له وزير څخه پوښتنه وشي، چې څه اقدامات يې کړي دي.

په دې جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي هم وويل، چې د افغانستان حکومت بايد د افغان زندانيانو او هلته د افغانانو د اعدامولو په اړه له ايراني حکومت څخه جدي پوښتنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((ايران په ډېرې بې شرمۍ، افغانستان ته تل د اشغال شوي هېواد خطاب کوي.))

ده وويل ،چې په دې اړه، بايد د بهرنيو چارو وزير مشرانو جرګې ته وغوښتل شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، د تاريخ په اوږدو کې ايران هڅې کړي ، چې په بېلابېلو بڼو افغانستان ته ستونزې پيدا کړي.

هغه زياته کړه: ((ايران تل غوښتي ، چې په ډېر بې شرمانه ډول پر افغانستان يرغل وکړي.))

مسلميار وويل، له يو کال راهيسې په ايران کې افغانان اعداميږي، خو حکومت يې پوښتنه نه ده کړې.

ده زياته کړه، د افغانانو د اعدام په اړه به د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وغوښتل شي.

د مسلميار دغه څرګندونې، د جرګې د غړو له خوا د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې.

دغه راز د مشرانو جرګې غړو په ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې د ١١ نجونو وژنه په کلکه وغندله.

د يادې جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې د کورنيو چارو وزارت بايد د يادې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي او پايله يې دې جرګې ته بيان کړي.

 د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولت زيو په سيمه کې، پرون سهار د يوې چاودنې له امله ١١ نجونې، چې د خسو او لرګيو راټولولو په موخه راوتلې وې، ووژل شوې.

په دې چاودنه کې دوه نجونې او څلور هلکان ټپيان شوي هم دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version