ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي : ايران دې د افغانانو اعدام سملاسي بند کړي

کابل (پژواک،١٨چنګاښ٩١):  د مشرانو جرګې ځينې غړي په ايران کې د افغانانو د اعدام د غندلو ترڅنګ له دولت څخه غواړي ، چې ددې اعدامونو پر وړاندې  نور چوپه خوله پاتې نه شي.

دغه کسان وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ په تهران کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې په دې وروستيو کې ١٢ افغانان په ايران کې اعدام شوي دي.

په ايران کې د افغانانو د اعدام موضوع کومه نوې خبره نه ده. له کلونو راهيسې افغانان د  بېلابېلو تورنو له امله په ايران کې د اعدام له سزا سره مخ شوي دي.

د مشرانو جرګې غړي وايي،  چې دا د ايران له خوا د ښه ګاونډيتوب پرضد عمل دى او  بايد دغه لړۍ سملاسي ودروي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار نن عمومي غونډې ته په خبرو کې وويل، چې ډېر ژر  به مشرانو جرګه ددې عمل د غندلو لپاره يوه اعلاميه صادره کړي.

مسلميار وويل:” ايران بايد بې ګناه افغانان اعدام نه کړي، که د نور څه لحاظ نه کوي د روژې د مبارکې مياشتې په خاطر دې د افغانانو له اعدام څخه لاس واخلي.”

په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل ، چې د افغانستان حکومت په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه چوپه خوله پاتې دى  .

هغه زياته کړه : ((حکومت تل وايي ، چې دغه ستونزه د دېپلوماسۍ له لارې حل کوي ، خو تر اوسه پورې د  دېپلوماسۍ له لارې يې هم څه نه دي کړي .))

  تر اوسه ددې نويو اعدامونو په اړه د افغانستان حکومت کوم غبرګون نه دى ښودلى ، خو مخکې يې  په وار ، وار له ايراني چارواکو غوښتي، چې په دغه هېواد کې د افغانانو د اعدام لړۍ لغوه کړي او يا يې وځنډوي.

وروسته له هغه چې تېر کال په وروستۍ مياشت کې پنځه افغانان په ايران کې اعدام شول، د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل ،چې د افغانستان او ايران  د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانانو د اعدام د لړۍ د ځنډولو پر سر يوه هوکړه کړې ده .

 

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، تر ډېره افغانان په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدامېږي

تراوسه څرګنده نه ده ،چې په ايران کې څومره افغانان په اعدام محکوم دي، خو د افغانستان د بشري حقونو د خپواک کمېسيون د تېر کال  معلوماتو له مخې، شاوخوا ٢٠٠٠ افغانان په دغه هېواد کې پر اعدام محکوم دي.

افغان کتونکي وايي ،چې په ايران کې په اعدام محکوم شوي افغانان مدافع وکيل ته لاسرسى نه لري.

دوى وايي ،چې د افغانستان حکومت بايد له ايراني چارواکو،په هغه هېواد کې  پر اعدام د محکومو افغانانو د جرم شواهد وغواړي.

په ايران کې د افغانانو اعدام تل د افغان دولت او خلکو له غبرګون سره مل وو.

نږدې څلور مياشتې وړاندې له همدې امله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ايران پرضد لاريونونه وشول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version