ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو سناتورانو په ايران کې د افغان بنديانو د اعدام د مخنيوي غوښتنه وکړه

7 Oct 2012 - 17:52
7 Oct 2012 - 17:52

کابل (پژواک ١٦ تله ٩١): د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، ايران ١٢٠٠ افغان زندانيان، چې ډېر يې پر عمري بند محکوم دي، اعداموي او بايد د ا فغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د دغه کار مخه ونيسي.

په دې وروستيو کې ځينو رسنيو هم راپورونه خپاره کړي، چې ايران يو ځل بيا د افغانانو د اعدامولو لړۍ پيل کړې ده.

ايران، چې دا مهال شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال په کې اوسېږي، تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان زندانيان اعدام کړي دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د نيمروز استازې صالحې مهرزاد وويل، چې تېره ورځ يې د ٢٥ ولايتونو له استازو سره ليدلي او هغوى ورته ويلي، چې ٥٨٠٠ افغانان په ايران کې زنداني دي.

مهرزاد وويل، چې له دې شمېرې څخه ١٢٠٠ يې هغه کسان دي، چې ايران غواړي اعدام يې کړي.

هغې، د يادو ١٢٠٠ تنو نوملړ هم جرګې ته وښود او ويې ويل، چې په دغه نوملړ کې ډېر هغه کسان شامل دي چې مخکې په ايران کې پر عمري بند محکوم شوي دي.

مهرزاد د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې له دغو کسانو په دې وروستيو کې يو شمېر اعدام شوي هم دي.

خو په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې په تېرو څو ورځو کې له يادو ١٢٠٠ افغان زندانيانو څخه شل تنه اعدام شوي دي.

دى هم وايي، چې د دغو زندانيانو ډېر يې مخکې په ايران کې په ابد بند محکوم شوي دي.

هغه زياته کړه: ((له تېرو څو ورځو راپه دېخوا ايران دغه بې شرمانه عمل، چې د افغانانو اعدام دى، بيا پيل کړى دى.))

د حساس په وينا، په ايران کې افغانان د کوم جرم يا بشري ضد عمل له کبله نه بلکې د سياسي موخو لپاره د دغه هېواد د استخباراتي شبکې د پرېکړو له مخې اعداميږي.

حساس زياته کړه: ((د افغانستان له سترې محکمې او عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوم، چې د ايران په څېر، هغه ايرانيان يا د ايران جاسوسان، چې په افغانستان کې زنداني دي په علني ډول اعدام کړي.))

د مشرانو جرګې بل غړي هدايت الله رهايي هم وايي، چې د تېرو څو کلونو په څېر ايران يو ځل بيا د افغانانو پر اعدام لاس پورې کړى دى.

ده وويل، چې ايران د افغان دولت له ناتوانۍ څخه په ګټې اخيستنې سره د افغان زندانيانو په اعدام لاس پورې کوي.

د مشرانو جرګې غړو له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له ډيپلوماتيکو لارو پر ايران فشار راوړي، ترڅو د افغان زندانيانو له اعدام څخه لاس واخلي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: ((ايران د افغانستان په برخه کې ښه ګاونډيتوب ته احترام نه لري، توپ او طياره افغانستان نه لري، چې د ايران د ناروا اعمالو مخه پرې ونيسي.))

هغه د يادې جرګې د شکايتونو د اورېدو او نړيوالو چارو کمېسيونونو ته دنده ورکړه، چې په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدامولو په اړه د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند مرستيال ډاکټر فرامرز تمنا رسنيو ته ويلي، چې دغه وزارت له ايراني چارواکو سره په اړيکه کې دي او هېڅ داسې خبر د افغانستان حکومت ته نه دى رسيدلى چې په ايران کې د افغانانو د اعدام موضوع په رسمي ډول تصديق کړي.

پژواک اژانس له پرله پسې اړيکو نيولو ونه توانېد،چې په دې اړه په کابل کې د ايران سفارت نظر واخلي.     

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version