مزارشريف (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١): د سرپل امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات پای ته رسېدلي او پر مهال يې د وسلوالو يو قوماندان ملا قمرالدين له پنځو ملګرو سره نيول شوى دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د لېندۍ په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د سيمه ييزو پوليسو په مرسته پنځه ورځې وړاندې پيل او تېره شپه پای ته ورسېدل.
نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکي په غوښتنه پيل شوي وو، چې وخت ناوخته د وسلوالو مخالفينو له خوا ځورول کېدل.
د هغه په وينا،د عملياتو په ترڅ کې په صياد ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو مشهور قوماندان ملا قمرالدين له پنځو ملګرو سره ژوندی ونيول شو.
همداراز د دغو عملياتو په اوږدو کې په سيمه کې درې تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
مل پاسوال تاج وويل، چې د عملياتو په اوږدو کې ۴ کلاشينکوفونه، يو سل ټکه، يوه پيکا، ۳ مخابرې او يو شمېر مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلل.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې پوليسو او عامو خلکو ته زيان نه دى اوښتی.
د سيمې اوسېدونکي هم له ترسره شوو عملياتو څخه خوښ دي، خو په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د شمېر د زياتوالي غوښتنه کوي.
د الملک کلي اوسېدونکي مصطفی پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې به يې وخت ناوخته وسلوال طالبان پر موټرسايکلو ګرځېدل او بې وخته به يې د عُشر او زکات غوښتنه کوله.
نوموړي زياته کړه، چې پوليسو په ښه توګه عمليات ترسره کړل، خو د سيمې ځينې اوسېدونکي يې هم د مخالفينو په نوم له ځانه سره يوړل.
همداراز مصطفی وويل، چې په دې ولسوالۍ کې دې د سيمه ييزو پوليسو شمېر زيات شي، نو د وسلوالو مخالفينو د بيا راتګ مخه به ونيول شي.
د سرپل امنيه قوماندان وويل، چې د دوی د عملياتو په ترڅ کې يې ځينې مشکوک کسان نيولي، خو که چېرې بې ګناه وي، له پوښتنو ګرويږنو وروسته به بېرته خوشې شي.
نوموړي د سيمه ييزو پوليسو د شمېر په اړه وويل، چې دمګړی په دې ولسوالۍ کې سل سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا، که چېرې اړتيا وليدل شي، نو په شمېر کې به يې زياتوالی راولي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن