مزارشريف (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې، خو لامل يې تر اوسه نه دى څرګند شوى.
د بلخ د ولايتي شورا غړي محمدخان د لېندۍ په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، دوى معلومات ترلاسه کړي، چې تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په کشکک کلي کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.
د هغه په وينا، دوى ته د سيمې خلکو معلومات ورکړي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې د وژل شوې ښځې مېړه ولې دغه کار ترسره کړى دى.
په ياده ولسوالۍ کې يوه ځايي ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مېرمن پرون سهار د خپل خاوند له خوا ور وستل شوې وه، خو هغې کومه ناروغي نه درلوده.
د ده په خبره، نن سهار خبر شوى، چې دغه مېرمن تېره شپه خپل خاوند وژلې ده.
د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک اژانس ته د يادې مېرمنې مرګ تاييد کړ، خو زياته يې کړه، چې دغه مېرمن خپل خاوند نه ده وژلې بلکې د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې مړه شوې ده.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن