ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار پوليسو لسګونه کيلوګرامه هيرويين نيولي

19 Dec 2012 - 14:36
19 Dec 2012 - 14:36

مزارشريف (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې يې اوه تنه، د انسان تښتونې، غلا، د نشه يي توكو د قاچاق او جعلي بانك نوټونو د كارولو په تور نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د لېندۍ په ۲۹مه په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې څلور تنه يې د غلا، يو يې د انسان تښتونې، يو كس د نشه يي توكو د قاچاق او يو بل تن يې د جعلي بانك نوټونو د كارولو په تور نيولي دي.

نوموړي زياته كړه، هغه كس، چې له تېرو درېيو كلونو په بلخ ولايت كې د يوه بانډ په مرسته پر انسان تښتونه تورن و، ونيول شو.

د هغه په وينا، د محمدعلي په نوم نيول شوى دغه كس له تېرو درېيو كلونو د پوليسو تر څار لاندې و، چې له نېكه مرغه ونيول شو.

همداراز نوموړي زياته كړه، چې دوه شپې وړاندې څلور وسلوال غله، د مزارشريف ښار په بابا يادګار سيمه كې له يو كور څخه د غلا پر مهال ونيول شول.

د احساس په وينا، يو تن يې د څه باندې ۸زره جعلي ډالرو سره نيولى، چې په مزارشريف ښار كې يې د كارولو هڅه كوله.

همداراز امنيه قوماندان وويل، چې تېره ورځ په مزارشريف ښار كې په يو كور کې ۵۸ كيلوګرامه هيرويين نيول شوي او ورسره په تړاو يې د ياد كور څښتن نيول شوى دى.

د هغه په وينا، كه څه هم نيول شوو كسانو پر خپلو جرمونو اعتراف كړى خو لا هم ورڅخه پوښتنې ګرېږنې روانې دي.

سالم احساس وايي، چې نن يې ۱۵ ميله وسله، چې په بېلابېلو پېښو كې ترلاسه شوې وه، ډاياګ ته وسپارله.

نوموړي زياته كړه، چې د بلخ پوليس اوس د هغه درې کاله پخوا پوليس نه دي او دوى كولى شي، چې د خپل ولايت ټولې امنيتي چارې په ښه توګه سمبال كړي.

مل پاسوال احساس وويل، چې د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ كې ۲۱۴ كيلوګرامه هيرويين، څه باندې سل كيلوګرامه ترياك، ۱۴ كيلوګرامه چرس او ۱۱۲ لېتره الكولي مشروبات نيولي دي.

نوموړي زياته كړه، چې د يادو نشه يي توكو په تور ۳۳ كسان نيول شوي، چې دوه ميله وسله هم ترې ترلاسه شوې ده.

همداراز د روان كال په اوږدو كې ۱۳۰ ميله وسله د بېلابېلو پېښو د څارلو پر مهال تر لاسه شوې، چې په تور يې ۶۳ كسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

مل پاسوال احساس په روان كال كې د جرمي پېښو په اړه وويل، چې په لومړيو شپږو مياشتو كې په بلخ ولايت كې ۴۱۴ بېلابېلې پېښې رامنځ ته شوې، چې ۱۸۳ يې په مركز، مزارشريف ښار او ۲۳۱ يې په ولسواليو كې رامنځ ته شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version