ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د غلا او جعلکارۍ په تور پنځه کسان نيول شوي

30 Dec 2021 - 16:28
30 Dec 2021 - 16:28

جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت د بهسودو او غني خېلو په ولسواليو کې يې د غلا او جعلکارۍ په تور پنځه کسان نيولي دي.

چارواکي وايي، له نيول شوو کسانو څلورو یې يو موټر غلا کړی و چې له موټر سره يو ځای نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د بهسودو ولسوالۍ امنيتي منسوبينو په دې ولسوالۍ کې د يو الټو موټر د غلا په تور څلور کسان نيولي دي.

دی زياتوي، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او اوس امنيې قوماندانۍ کې تر پلټنو لاندې دي.

د قوماندانۍ وياند وايي چې يو کس په غني خېلو ولسوالۍ کې د جعلکارۍ په تور نيول شوی دی.

د عبدالبصير زابلي د معلوماتو له مخې، د غني خېلو منسوبينو په مارکو بازار کې يو تن له ۱۵۰۰ جعلي ډالرو سره يوځای په داسې حال کې نيولی چې دغه جعلي ډالر يې تبادله کول.

Views: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version