ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي

ننګرهار کې د جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي

author avatar
12 Jan 2022 - 14:49
ننګرهار کې د جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي
author avatar
12 Jan 2022 - 14:49

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په تېره يوه اوونۍ کې د قتل، نشه يي توکو د پلور او غلا په تور ۱۵ کسان نيول شوي دي.

چارواکي وايي، دغه کسان په جلال اباد ښار، روداتو، سره رود، کوز کونړ او بهسودو ولسواليو کې نيول شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ادارې اړوند منسوبينو په تېرو اتو ورځو کې په جلال اباد ښار او د سره رود، روداتو، کوز کونړ او بهسودو ولسواليو په مربوطاتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ کسان نيولي دي.

هغه زياته کړه چې به دغو کسانو کې دوه د قتل، پنځه د نشه يي توکو او ٨ د غلا په تور نيول شوي چې اوسمهال د امنيې قوماندانۍ په نظارت خونه کې تر پوښتنو لاندې دي.

دی وایي، د نيول شوو کسانو پر دوسيو کار روان دی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې شپږ وسله وال غله دي چې تېره ورځ په بهسودو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د غلو دغې وسله والې ډلې به د ننګرهار ولايت مختلفو سيمو کې وسله والې غلاوې کولې چې له يو عراده موټر او وسلې سره ونيول شول.

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.