ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ٦١ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

19 Dec 2012 - 16:41
19 Dec 2012 - 16:41

 جلال اباد (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): په ننګرهار ولايت کې ٦١ ټنه نشه يي توکي، چې په تېرو لسو مياشتو کې نيول شوي وو، په عام محضر کې وسوځول شو.

 دغه نشه يي توکي د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي او له کابل څخه د کورنيو چارو وزارت د راغلي پلاوي پر وړاندې د لېندۍ په ٢٩مه د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند د سرخ دېوال په سيمه کې وسوځول شول.

 د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د ادارې مرستيال لوى پاسوال بازمحمد احمدي د دغو توکو سوځولو پر مهال پژواک خبري اژنس ته وويل، چې ياد ٦١ ټنه نشه يي توکي د تېرو لسو مياشتو پر مهال د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ترلاسه شوي وو.

 هغه زياته کړه، د هېواد د نورو ولايتونو په کچه په ننګرهار کې نشه يي توکي ډېر نيول کېږي او هم يې په تړاو مجرمين نيول شوي دي.

 لوى پاسوال احمدي وويل: ((د دغو نشه يي توکو په تړاو زموږ ارګانونو ٣٨٥ تنه مجرمين هم نيولي چې د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.))

 د نوموړي په خبره، چې په دې وروستيو کې يې دوه داسې کسان هم نيولي، چې غربي هېوادونو ته يې نشه يي توکي قاچاق کول او په څېړنو کې يې اعتراف کړى چې اتيا سلنه نشه يي توکي يې له ننګرهار څخه قاچاق کول.

 هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې يې لس نور لوى قاچاقچيان هم نيولي دي.

 د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزى وايي، چې په نيول شوو نشه يي توکو کې تر ټولو ډېر، چرس دي.

 دى وايي: (( په دې کې ٢٦٢ کيلو هېرويين،٣٥٠ کيلو ترياک، په سلونو بوشکې تېزاب، ٢٠٠٠ لېتره شراب او داسې نور ډېر نشه يي توکي نيولي دي.))

بلخوا د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال وايي، چې د يادو نشه يي توکو شاوخوا نيمايي برخه يې د تورخم په ګمرک کې له پاکستانه افغانستان ته د راوړلو پر مهال نيول شوي دي.

 د هغه په وينا، په تورخم کې داسې سکېنر لګېدلى، چې نشه يي توکي ترې نه شي تېرېداى.

 دغه نشه يي توکي په داسې حال کې سوځول کېږي، چې د ننګرهار په يوشمېر ناامنه ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي، خو د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى بيا وايي، چې يو بوټى کوکنار به هم پرې نه ږدي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version